خبریال وېبپاڼه / لنکا پریمیر لیګ سیالۍ چې د روانې دسمبر میاشتې په پنځمه نېټه پیل شوي وې،تیره شپه یې پایلوبه د رحمن الله ګربز اړوند جفنا سټالینز او ګېل ګليډي ایټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
یاده لوبه کې د ګربز اړوند جفنا سټالینز لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په شل اورونو کې یې د درې لوبغاړو په سوځیدو ۲۰۱ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۲۰۲ منډو هدف کیښود.
رحمن الله ګربز په ۱۸ توپونو ۳۵ منډې جوړې کړې چې توپ وهنه کې یې درې شپږیزې او درې څلوریزې شاملې وې.
ټاکلي هدف په مقابل کې ګلیډي ایټرز لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۸ منډې جوړې کړې او سیالي یې په ۲۳ منډو توپیر بایلوده.
پدې سره جفنا لوبډلې د تیرې اتلوالۍ څخه دفاع وکړه او پرلپسې دوهم ځل لپاره یې د یاد لیګ اتلوالی خپله کړه.
هیره دې نه وي چې تیر ځل په ۲۰۲۰ کال کې هم جفنا سټالینز لوبډلې همدې ګېل ګلیډ ایټرز لوبډلې ته په پایلوبه کې د ۵۳ منډو په توپیر ماتي ورکړي وه او د اتلوالۍ جام یې خپل کړی وو.