ګوګل: ۲۰۲۱ کې کوهلي تر ټولو زیات پلټل شوی هندي لوبغاړی دی

خبریال وېبپاڼه / هندي لوبغاړی ویرات کوهلي په نړیوال کرکټ کې یو ستر نوم دی.

د هند د کرکټ دغه ستوری د توپ وهنې په ځانګړي مهارت، ځیرک چلند او سخت کار سره د کرکټ په ډګر او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مینه والو په زړونو راج چلوي.

کوهلي هغه لوبغاړی دی چې په خواله رسنیو کې یې هم د مینه والو له لوري نوم ډېر مېنشن یا لیکل کیږي.

وروسته له دې چې ګوګل د ۲۰۲۱ د لټون نوملړ خپور کړ، دا په ډاګه شوه چې ویرات کوهلي په ۲۰۲۱ کې په ګوګل کې تر ټولو ډېر پلټل شوی یا سېرچ شوی هندي لوبغاړی دی.

۲۰۲۱ کال به د کوهلي لپاره په یادګاري کال وي ځکه چې هغه دوه لوی پرېکړې وکړې. کوهلي لومړی د هند د شل اوریزو لوبو له لوبډلمشرۍ د استعفا کولو پریکړه وکړه او بیا یې د RCB له لوبډلمشرۍ هم استعفا اعلان کړه. کوهلي بیا د هند د یو ورځنیو لوبو د لوبډلمشر په توګه له دندې لرې کړای شو او پر ځای یې روهیت شرما وټاکل شو.

په ورته وخت کې کوهلي د یاهو په نوملړ کې هم تر ټولو ډېر سرچ شوی هندي کرېکټ لوبغاړی و.

د کوهلي نوم په تېرو شپږو میاشتو کې په اوسط ډول په میاشت کې د 16.2 لکو لټونونو سره 96 میلیونه ځله براوز شوی.

بل پلو بیا روهیت شرما په ۲۰۲۱ کې په ګوګل کې دوهم ډېر سېرچ شوی هندي کرېکټ لوبغاړی دی چې په میاشت کې له 9.7 لکو څخه ډېر سېرچ شوی دی.

له دې سره څنګ کې بیا د هند د المپیک د سرو زرو مډال ګټونکی نیرج چوپړا هم د ګوګل له خوا ۲۰۲۱ کال د پلټل شویو نوملړ کې له ډېرو پلټل شویو یا سېرچ شویو ورزشکارانو څخه دی.

په دغه نوملړ کې ډنمارکي فوټبالر کریسټین ایرکسن په لومړي ځای کې دی، د امریکا ګالف لوبغاړی ټایګر ووډز او جمناسټېک لوبغاړی سیمون بایلز په ترتیب سره دوهم او دریم ځای لري.

چوپړا د نورو لوبغاړو لکه ایما رادوکانو، ټایسن فیوری، اوډیل بیکهم جونیر او رافیل نادال سره په نوملړ کې شپږم ځای لري.

په ټولیز ډول ۲۰۲۱ کال کې په هند کې د غوره او ډېرو پلټل شویو څخه یې د هند پریمیر لیګ، کووېن، د ای سي سي شل اوریز نړیوال جام، یورو کپ او د ټوکیو المپیک وو.

      

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com