د ايرلينډ او امريکا د شل اوریزو سیالیو سيريز مساوي شو.

خبریال وېبپاڼه / نن جمعه د ډسمبر څلورويشتمه نېټه د امريکا په کوربتوب ايرلينډ امريکا ته په شل اوريزه کريکټ لوبه کي په نهه منډو توپير سره ماته ورکړه.

لوبه ايرلينډ په توپ وهني سره پيل کړې وه چي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې امريکا لپاره ۱۵۱ منډو هدف ټاکلی وو، ايرلينډ ته لورکان ټاکر ۸۴ زياتي منډي جوړي کړې.

امريکا ته ټاکل شوي هدف څخه ايرلينډي توپ اچوونکو دفاع وکړه،چي د امريکا لوبډله يواځي د ۱۴۱ منډو په جوړولو بريالۍ شوه او د نهه منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دې سيالۍ په ګټلو سره ايرلينډ د دوه شل اوریزو سیالیو سيريز ۱___۱ مساوي کړ او له دې وروسته د ډسمبر په شپږويشتمه نېټه د دريو يوه ورځنيو لوبو سيريز پيل کړي.

په دغه سيريز کي په لومړی ځل د امريکا کريکټ ملي لوبډلي ايرلينډ ته ماته ورکړه چي دې ماتي د امريکا د کريکټ قوت را څرګند کړ.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com