خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ لوبې ویکټ ساتوونکي او توپ وهوونکي افسر ځاځي هیله څرګنده کړې، چې په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې ولوبیږي.
ځاځي له کریک ټرېکر هندۍ ورزشي ویب پاڼې سره په یوې خانګړې مرکه کې ویلي:” که چېرې په ای پي اېل کې د لوبېدو چانس تر لاسه کړم، نو غواړم له چنای سوپر کینګز یا رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې سره ولوبیږم.
د هند ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او د چنای سوپر کینګز لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوني مې له ماشومتوب راهیسې د خوښې لوبغاړی دی.”
افسر د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ کال کې نړیوال کرکټ پېل کړ، په ۲۰۱۳ کې یې لومړی شل اوریزه نړیوال لوبه وکړه، د نوموړي لپاره همدا لومړی او وروستۍ شل اوریزه لوبه وه.
د دې ترڅنګ افسر ۱۷ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي او په دې لوبو کې یې ۲۶۴ منډې جوړې کړي چې تر ټولو غوره توپ وهنه یې په یوه لوبه کې د ۶۰ منډو جوړول دي.
ځاځي د افغانستان لپاره په څلورو ټیسټ لوبو کې برخه اخیستې او په ټیسټ لوبو کې ۱۷۲ منډې جوړې کړې دي، چې غوره توپ وهنه یې په یوه لوبه کې د ۴۸ نا سوځېدلې منډې ده.
د یادونې وړ ده چې افسر ځاځي د افغانستان د ټیسټ کرکټ لوبډلې سربېره په کورنیو لوبو کې هم برخه اخلې او ښې لوبې ترسره کوي.