مجیب الرحمن د پاکستان سوپر لیګ پرځای بنګله دیش پریمیر لیګ غوره کړ

خبریال وېبپاڼه / د بنګله دېش غوره لیګ سیالیو اتم پړاو چې ټاکل شوې راتلونکي ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۲۱مه نېټه پیل شي، لسګونو افغان لوبغاړو هم په کې د لوبېدو لپاره نوملیکنه کړې.

په یاد لیګ کې شپږ لوبډلې لوبیږي او هره لوبډله د دریو بهرنیو لوبغاړو د اخیستلو اجازه لري.

د رسنیو د راپورونو پر اساس د بنګله دېش غوره لیګ باریسال لوبډلې مشر ویلي، له افغان لوبغاړي مجیب الرحمن ځدراڼ یې هیله ښوودلې چې راتلونکي اتم پړاو کې له دوی سره ولوبیږي.

مجیب ځدراڼ د پاکستان سوپر لیګ کې ګډون نه کوي او نه یې هم نوملیکنه کړې نو امکان لري چې د سوپر لیګ پر ځای بنګله دېش غوره لیګ کې ولوبیږي.

مجیب د بي پي اېل په تېرو پړاوونو کې د کومیلا ویکټورینز لوبډلې لپاره لوبېدلی وو.

د بېګ باش روانې سیالۍ او د پي اېس اېل یا پاکستان سوپر لیګ او بنګله دېش غوره لیګ د پیلېدو نېټې په یوه میاشت کې دي چې د دواړو لیګونو لوبې به سره ټکر کې راشي خو د بنګله دېش غوره لیګ اداره وایي د بېګ باش او پاکستان سوپر لیګ موږ پورې اړه نه لري.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۲ کال بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو پېر یا ډرافټ پړاو به د روانې دسمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره شي.

د بي پي اېل ادارې داخلي لوبغاړو لپاره په لاندې کیټګوریو معاش ټاکلی:
اې: کیټګوري(۷۰ لکه بنګله دېشي روپۍ)
بي: کیټګوري (۳۵ لکه)
سي: کیټګوري (۲۵لکه)
ډي: کیټګوري (۱۸ لکه)
اي: کیټګوري (۱۲ لکه)
ایف: کیټګوري (۵ لکه).

د خارجي لوبغاړو کیټګوریو معاش په ډالرو:
اې: کیټګوري (۷۵ زره ډالر)
بي: کیټګوري (۵۰ زره ډالر)
سي: کیټګوري (۴۰ زره ډالر)
ډي: کیټګوري (۳۰ زره ډالر)
اي: کیټګوري (۲۰ زره ډالر)

لسګونو افغان لوبغاړو هم بېلابېلو کیټګوریو ته نوملیکنه کړې.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com