په شل اوریزو لوبو کې د افغان لوبډلې لخوا جوړ شوی ریکارډونه

خبریال وېبپاڼه / افغان کرکټ ملي لوبډله د نړيوالو شل اوریزو لوبو په ډګر کې پياوړې لوبډله یادېږي.

په لنډ فارمټ لوبو کې تېز بېټینګ او د نړۍ په بېلابېلو تجارتي لوبو کې لوبېدلي د ملي لوبډلې د باتجربه سپېنرانو لکه راشد، مجيب او محمد نبي شتون هغه څه دي چې ياده لوبډله یې د شل اوریزو لوبو يوه مخکښه لوبډله جوړه کړې ده.

په دې لیکنه کې مو په شل اوریز فارمټ لوبو کې د افغانستان ملي لوبډلې لخوا جوړ شوو ځېنو رېکارډونو ته کتنه کړې ده:

افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ټېسټ غړيتوب لرونکو لوبډلو له منځه په شل اوریزو لوبو کې د ګټې تر ټولو لوړه سلنه لري. په شل اوریزو لوبو کې د افغان لوبډلې د ګټې سلنه ۶۸ ده.

د هېواد ملي لوبډلې په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې کړې دي. يادې لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو د آيرلېنډ خلاف ۲۷۸ منډې کړې دي.

افغان ملي لوبډلې په يوې شل اوریزې سیالۍ کې د تر ټولو ډېرو شپږېزو وهلو رېکارډ لري‌. د شپږیزو دغه شمېر ۲۲ دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د فول ممبرز لوبډلو له منځه په شل اوریزو لوبو کې پرلپسې تر ټولو ډېرې ( ۱۲ ) لوبې ګټلي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com