خبریال وېبپاڼه / ټرېنټ بولټ: هند به د روهېت په لوبډلمشرۍ ښه وځلیږي
د ای پي اېل د ممبۍ انډینز پخوانی لوبغاړی او د نیوزېلند ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی ټرېنټ بولټ په دې باور دی چې د هند لوبډله به د روهېت شرما په لوبډلمشرۍ ښه وځلیږي.
ټرېنټ بولټ چې د روهېت شرما تر لوبډلمشرۍ لاندې یې په ای پي اېل کې له ممبۍ انډینز لوبډلې سره لوبې کړي د روهېت شرما له مشرۍ اغېزمن دی.
بولټ وایي، “روهېت یو تجربه لرونکی لوبغاړی دی، د هغې د لوبډلمشرۍ لاندې لوبه کول په زړه پورې ده، ما د هغه د لوبډلمشرۍ تخنیکونه، په سرحد کې د لوبغاړو ودرول، د فشار درک کول او پر وړاندې یې چلند کول خوښ کړي، هغه به د ای پي اېل تجربې د هند په ګټه وکاروي.”
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د هند کرېکټ کنټرول اداره کې لوبډلمشرۍ لپاره پر ویرات کوهلي او روهېت شرما جنجال وو.
وروسته له هغې چې ویرات کوهلي له نړیوال جام لوبو د شل اوریزو لوبو له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه، د هند کرېکټ کنټرول ادارې د یو ورځنیو لوبو له لوبډلمشرۍ هم لېرې کړ او روهېت شرما د هند د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو، خو د لاس د ټپ له امله سویلي افریقا سره له یو ورځنیو لوبو محروم شو او اوس مهال د هند لوبډله ویرات کوهلي رهبري کوي.