راشد خان مبارکې ورکړه خو مینوالو پرې نیوکې وکړی

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سپېنر توپ اچوونکی راشد خان چې په نړیواله میلیونونه مینه وال لري، بلاخره نوموړي هم خپلو ټولو بهرنیو مینه والو ته د کرېمېس مبارکي ورکړه.

نوموړي په ټوېټر خپلو ټولو مینه والو ته لیکلي: ټولو ته کرېسمېس مبارک، خوشاله او خوندي اوسﺉ!

د راشد خان پر دې ټویټ یې بیا مسلمان او په ځانګړې توګه افغان مینه والو په کمېنټ ګیله کړې، چې ولې یې عیسویانو ته د هغوی د اختر مبارکي ورکړې او ترې هیله یې کړې چې ټویټ بېرته ډېلېټ کړي.

بل لور بیا د راشد خان بهرنیو مینه والو د هغه له لوري د کرېسمېس مبارکي منلې او ترې مننه یې کړې ده.

راشد خان د بېګ باش لیګ په روانو سیالیو کې له اډلیډ سټرایکرز لوبډلې سره په لوبو کې بوخت دی او خپلو ټولو مینه والو د کرېسمېس مبارکي ورکړه.

اوس مهال د کرکټ زیات شمېر لوبغاړي د کرېسمېس ورځو کې په لوبو بوخت دي خو ډېرو یو بل ته مبارکي ورکړه او په دې مناسبت یې خوښي څرګنده کړه.

کرېسمېس د عیسوي مذهبو اختر دی او نه یوازې د نړۍ په عیسوي مذهبو هېوادونو کې لمانځل کیږي بلکې په هر هېواد کې د عیسوي مذهبو خلکو له لوري لمانځل کیږي او خوښې کوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com