نيمه پايلوبې ته د افغانستان د نولس کلنې لوبډلې د رسيدو چانس

خبریال وېبپاڼه / د نولس کلنو د اسیاکپ لوبو په لړ کې تېره ورځ د الف ګروپ دوه لوبې وشوې چې پکې افغان لوبډلې متحده عربي اماراتو ته په لوی توپیر ماتې ورکړه او د کرکټ نړۍ سرسختو سیالانو کې پاکستانۍ لوبډله د هند په وړاندې برلاسې شوه.

الف ګروپ کې تردې مهاله څلورو لوبډلو هند، پاکستان، افغانستان او اماراتو دوه دوه لوبې کړي دي چې د نومرو جدول کې پاکستانۍ لوبډله د دوه بریاو سره لومړۍ، هند له یوې بریا او غوره رن ریټ سره دویم، افغانستان له یوې بریا سره دریم او امارات له دوه ماتو سره څلورم ځای لري.

پاکستانۍ لوبډلې هند او افغانستان ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبو ته خپل تلل یقیني کړي دي، ځکه بله لوبه یې له نسبتا کمزورې متحده عربي اماراتو سره ده او کولی شي چې یاده لوبډله هم ماته کړي خو که یې ماته هم نه کړي د غوره رن ریټ له امله بل پړاو ته تللی شي.

نیمه پایلوبو ته د تللو لپاره د هند او افغانستان سیالي چې سبا کیږي، د دواړو لوبډلو لپاره ډيره مهمه ده. یاده سیالي که هره لوبډله ګټي نو پرته له شکه به دویم پړاو یا نیمه پایلوبو ته لار مومي او د بایلوونکي لوبډلې سفر به اسیاکپ کې ختمیږي.

داسې هم ممکنه ده چې د هند او افغانستان لوبه د کوم علت له مخې ونه شي ( چې امکان یې کم دی) او یا هم د مساوي کیدو په صورت کې بیا هند له افغانستان غوره رن ریټ لري نو ویلی شو چې نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلې د رسیدو یوازینۍ لار د هندۍ لوبډلې ماتول دي.

د ویلو ده چې د روانو سیالیو دویم ګروپ کې بنګله دیش خپلې دواړه لوبې ګټلي، سریلانکا هم یوازینۍ کړې لوبه ګټلې او یادې لوبډلې به وکولی شي نیمه پایلوبو ته لار ومومي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com