فضلي:د دریو لوبغاړو کمی سره د پاکستان پر وړاندي لوبډله ښه اعلان شوي

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني رییس عزیز‌الله فضلي ویلي، چي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندې دریو سیالیو لپاره تازه اعلان شوې لوبډله ډېره ښه ده، خو په یاده لوبډله کي یوازي دریو لوبغاړو اړتیا شته، چې باید لوبډله کې اخیستل شوي وای.

د کرکټ بورډ پخواني مشرق عزیز‌الله فضلي پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې زیاته کړي ده، چي حضرت‌الله ځاځی، نورعلي ځدران او شراف‌الدین اشرف هغه درې وړتیا لرونکي لوبغاړي دي، چې باید لوبډله کې اخیستل شوي وای او هغه نیمګړتیاوي، چې لوبډله یې د توپوهنې په برخه کي لري، پرې له‌منځه به ولاړي شي.

همدارنګه عزیز الله فضلي زیاته کړې ده ، چي د پاکستان پر وړاندې د اعلان شوي ځواني لوبډلې څخه ډېر خوښ دی، خو پاکستان، چې په توپ‌اچونه او توپوهنه دواړو کي قوي ښکاري، نو اړتیا دا وه، چي دا درې لوبغاړي د ښې توپوهنې درلودلو په موخه په موخه په لوبډله کي اخیستل شوي وای.

نوموړي زیاته کړه

«د افغانستان کرکټ لوبې مينه والو؛ د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري چې د پاکستان ملي لوبډلې په وړاندې د لوبډلې سکواډ اعلان شوی ډير ښه سکواډ دی.خو يواځې د دريو لوبغاړو اړتيا پکښې شته تر څو دوی راشي هغه لوبغاړي هر يو ؛ حضرت الله ځاځئ يا هم نور علي ځدران د پيل لپاره او شرف الدين اشرف، اوسني شرايطو ته په کتو سره د پاکستان کرکټ لوبډله د توپ وهنۍ او توپ اچونۍ له مخه پياوړي لوبډله ده او دا هغه لوبې دي چې د افغانستان لپاره ۱۰ امتياز لري . نو پکار ده چې د افغانستان کرکټ لوبډله د پاکستان کرکټ لوبډلې په مقابل کې ډير ښه سکواډ وي .دا ډيره شه خبره ده چې نوي ځوانانو ته چانس ورکړل شوی خو دغه درې لوبغاړي قابليت لري تر څو ځای ورکړل شي او د اوسني ريزرف لوبغاړو په ځای کې وی ځکه د ستر ټيم په وړاندې بايد يو دم نوي ځوانان ته په لوبډله کې ځای ورنکړل شي.»

د پاکستان کرکټ ملي لوبډبي پر وړاندې اعلان شوې ۱۷ کسیزه افغان لوبډله

رحمن‌الله ګربز، ابراهیم ځدران، صدیق اتل، رحمت‌شاه، حشمت‌الله شهیدي، نجیب ځدران، ابراهیم ځدران، شاهد کمال، محمد نبي، کریم جنت، عضمت‌ عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، نوین‌الحق، مجیب ځدران، فضل‌حق فاروقي او نوراحمد لکڼوال.

احتیاطي لوبغاړي: یوسف ځاځی، سلیم صافی، شراف الدین اشرف او قیس احمد.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com