په سل بالیزه لیګ کي د مجيب او راشد مقابله

خبریال وېبپاڼه /د افغان کرکټ ملي لوبډلي دوه پياوړي سلو توپ اچوونکي ليګ بريکر راشد خان او اف بريکر مجيب الرحمن د نړۍ په زیاتو سوداګریزو ليګونو کې يو ځای خو د بېلا بېلو لوبډلو لپاره لوبیږي.

همدارنګه مجیب الرحمن بيګ باش ، ای پي ایل او کرابین ليګونو کې ډير وخت د راشد خان په وړاندې بهترینه توپ وهنه ترسره کړې ده او د هغه بالر په وړاندې چې د نړۍ غوره توپ وهونکي بې ځوابه وي، مجيب خورا ښه لوبيدلی.

مجيب الرحمن او راشد خان دا ځل د انګلينډ د بلاسټ شل اوریزو سوداګریزو لوبو وروسته په سل باليز کرکټ ليګ کې يو د بل په وړاندې ولوبيدل خو بالاخره دا له اوږدې مودې راهيسې پيل شوي سيالي چې تل به مجيب ګټله، دا ځل راشد خان وګټله او هغه پرته له کومې منډې کولو وسوځولو.

راشد او مجيب دا ځل د انګلينډ په سل باليز کرکټ ليګ کې يو د بل په وړاندې ولوبيدل خو بالاخره دا له اوږدې مودې راهيسې پيل شوي سيالي چې تل به مجيب ګټله، راشد وګټله او هغه پرته له کومې منډې کولو وسوځولو.

د ناردرن سوپر چارجرز لوبډلې په سلو بالونو د ټولو لوبغاړو له سوځيدو سره ۱۳۲ منډې وکړې، کوم هدف چې راکيټس لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو په ۹۴ بالونو پوره کړو.

په توپ اچونه‌ کې  مجيب الرحمن په ۲۰ توپونو ۲۴ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوځول او راشد خان بيا په توپ‌وهنه کې په ۱۲ توپونو د ۴ څلوريزو او يوې شپږيزې په مټ ۲۵ منډې وکړې.

راشد د درې ويکټو او ۲۵ چټکو منډو جوړولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com