خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تېز بالر حسن علي ويلي چې پخپل ځان سخت کار کوي تر څو راتلونکې کې ترې يو الراونډر جوړ شي.
نوموړي چې په دې وروستيو کې د بيټينګ برخه کې پخپلو غټو شاټونو وهلو او منډو جوړولو کې ډېر پر مختګ کړی او د مينه والو پام يې ځانته اړولی، وايي چې د پاکستان لوبډلې پخوانيو لوبغاړو وسيم اکرم، اظهر محمود او عبدالرزاق هم تشویق کړی ترڅو د بيټينګ په برخه خواري وکړي او راتلونکې کې د يو الراونډر په توګه راښکاره شي.
حسن علي وايي:
“زه غواړم چې راتلونکې کې يو ښه الراونډر شم، ددې لپاره مې پر ځان سخت کار شروع کړی او په نيټ (جال) کې هم ډيره توپ وهنه کوم او په دې برخه کې وسيم اکرم، اظهر محمود او عبدالرزاق هم تشويق کړی يم.”
حسن علي زياتوي چې هغه په لوبغالي کې خپله پوره هڅه کوي تر څو د لوبډلې لپاره غوره کارکردګي وکړي، وايي که هغه د ويکټو اخيستل او يا د بال وهل وي.
دا په داسې حال کې ده چې د انګلستان د ناکامه سفر وروسته د پاکستان کرکټ ملي لوبډله کربين ته رسيدلې چې هلته به له کوربه ويسټ انډيز لوبډلې په وړاندې په دري واړو فارمټونو کې لوبې ترسره کړي، د ياد سفر پيل د پنجشنبه د جولای مياشتې په اته ويشتمه نيټه په شل اوريزي لوبې سره وشو.