خبریال وېبپاڼه / د انګلستان د سل بالونو لوبو کې تېره شپه ۸ مه لوبه د قیس احمد دې اړوند لوبډلې وېلش فایر او ساوترن برېف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
وېلش فایر لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په سل توپونو د ۴ وېکټو په نقصان سره د جوني بېرسټو د ۷۲ منډو، د بېن ډکېټ د ۵۳ منډو او د ټام بنټن د ۳۴ منډو په مرسته ۱۶۵ منډې وکړې او ساوترن بریف لوبډلې ته یې ۱۶۶ منډې هدف ورکړ.
د ساوترن لوبډلې لپاره لوبډلمشر جېمز وېنس په ۲۷ توپونو ۴۰ منډې، کوېنټن ډیکاک په ۷ توپونو ۲۱ منډې، ډېون کانوی ۲۳ منډې، الېکس ډېوېس ۱۴ منډې، راس وایټلي په ۱۴ توپونو ۲۵ منډې، کرېس جورډن ۶ منډې، کرېګ اورټن ۴ منډې او ډېني برېګز ۳ منډې وکړې.
دوی په سل توپونو د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۷ منډې وکړې او لوبه ترې فایر لوبډلې په ۱۸ منډو وګټله.
قیس احمد په ۲۰ توپونو ۳۴ منډې ورکړې او په وېکټ اخیستلو بریالی نشو.
د لوبې غوره لوبغاړی د وېلش فایر لوبډلې لوبډلمشر جوني بېرسټو وپېژندل شو.
دا په روانو سیالیو کې د قیس احمد دې دویمه بریا ده، دوی په دوه لوبو کې دوه ګټلي او د نومرو په جدول کې یې دویم ځای نیولی دی، د راشدخان دې لوبډلې ټرېنټ راکېټس په لوبو کې دوه ګټلي او لومړی مقام یې خپل کړی دی.
د پنجشنبې په ماسختن لس بجې بیا محمد نبي د راشدخان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د سل توپونو سیالۍ د اګسټ په ۲۱ مه نېټه پای ته رسېږي او بیا د بلاسټ سیالیو کې کواټرفاینل لوبې پیل شي.