سریلانکا هند ته د جالبي ماتې ورکولو ترڅنګ لوبلړي هم وکټله

خبریال وېبپاڼه / د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یورځینو لوبو وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د دري شل اوریزو لوبو لوبلړي پیل شوه، چي د یادي لوبلړي لومړي شل اوریزه لوبه ترسره شوي او هند لوبډلي پکي بریا ترلاسه کړي وه او دوهمه شل اوریزه لوبه چي تیره شپه د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه سریلانکا کرکټ لوبډلي پکي بریا ترلاسه کړي او همدارنګه د دواړو لوبډلو ترمنځ دریمه شل اوریزه لوبه بیګاه شپه ترسره شوه او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي پکي بریا ترلاسه کړي د یادي بریا سره سریلانکا کرکټ ملي لوبډله وتوانیده چي د شل اوریزو لوبو لوبلړي د هند څخه وکټي.

د دریمي او وروستي شل اویزي لوبي جزییات

د یادي لوبي ټاس یا بچه د هند کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه او د توپ اچوني بلنه يي د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي ته ورکړه.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي په ټاکل شو شل اورونو کي يي د د اتو لوبغاړو په زیان يي ٨١ منډې ترلاسه کړي او سریلانکا کرکټ لوبډلي ته يي د ٨٢ منډو هدف ورکړه.

د هند کرکټ لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي کولډیف یادوف او بونیشر کمار غوره توپ وهنه ترسره کړه، کولډیف یادف په ٢٨ توپونو باندي يي ٢٣ منډې او بونیشر کمار په ٣٢ توپونو باندي يي ١٦ منډې ترلاسه کړي وي.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي هاسارنګا بهترینه توپ اچونه ترسره کړه نوموړي په څلورو اورونو کي د نهو منډو په ورکولو سره يي څلور ویکټې ترلاسه کړي.

سریلانکا کرکټ ملي لوبډله توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي د دري لوبغاړو په زیان يي په ١٤.٣ اورونو کي يي ٨٢ منډې ترلاسه کړي او لوبه يي د هند کرکټ لوبډلي څخه د اووه ویکټو په شتون کي وکټله.

سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي ډی سلوا په ٢٠ توپونو باندي يي ٢٣ ناسوځیدلي منډې ترلاسه کړي.

هند کرکټ ملي لوبډلي لپاره راهول چهر بهترینه توپ اچونه ترسره کړه نوموړي په ٤ اورونو کي يي د ١٥ منډو په ورکولو سره یي دري لوبغاړي وسوځول.

همدارنګه د یادي لوبي غوره لوبغاړي هاسارنګا وټاکل شو.

او د ټول سریز غوره لوبغاړي هم هاسارنګا وټاکل شو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com