عمران خان د افغان لوبډلې په اړه تازه څرکندوني کړي

خبریال وېبپاڼه / عمران خان د افغان کرکټ ملې لوبډلې د چټک پرمختګ ستاینه کړې

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، افغان کرکټ ملې لوبډله یوازینۍ لوبډله ده، چې په ډېره کمه موده کې یې زیات پرمختګ وکړ او زیاتې لاسته راوړنې لري.

عمران خان د پاک افغان ځوانانو فورم «PAYF» پلاوي سره په اسلام اباد کي د نورو څرګندونو ترڅنګ د سپورټ او په خاصه توګه د افغان کرکټ ملې لوبډلې په اړه ږغېدلی، چې د ملې لوبډلې د چټک پرمختګ او لږ موده کې یې د زیاتو لاسته‌راوړنو ستاینه کړې.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې، هیڅ یوې لوبډلې په ۷۰ کلونو کې هم دومره چټک پرمختګ نه‌دی کړی، لکه څومره چي افغان لوبډلې وکړ.

هغه وویل:

«په کوم حالت کي چې افغانستان په کرکټ کې اوس مهال ولاړ دی، نورو هیوادونو په ۷۰ کلونو کې هم هغومره پرمختګ نه دی کړی.»

عمران خان پر داسي مهال د افغان کرکټ ملې لوبډلې ستاینه کوي، چې د تېر ۲۰۲۰م کال په نوومبر میاشت کې هغه کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان ملې لوبډلې سره وکتل او افغان لوبډلې ته یې پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړه، ترڅو د پاکستان ملې لوبډلې سره څو دوستانه سیالۍ وکړې.

بل پلوه افغان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلې راتلونکې سیپټمبر میاشت کې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ درې سیالۍ ترسره کوي.

دا سیالۍ، چې د سیپټمبر میاشتې په لومړۍ، درېیمه او اوومه نېټه ترسره کیږي، د افغانستان په کوربتوب به په سریلانکا هیواد کې وشي.

افغان کرکټ ملې لوبډلې دې سیالیو ته د ښه چمتوالي په موخه په دوو پړاوونو کې تمرینونه ترسره کړل او له هغه وروسته افغان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې ۱۷ کسیزه لوبډله هم اعلان کړه، چې پکې تر ډېره ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com