یو شمیر مهم او پخواني لوبغاړي د کرکټ بورډ سره پریکون کوي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي په وړاندې یورځینو لوبو ته د احتیاطي لوبغاړو په ګډون د یوویشت کسیزې لوبډلې د اعلان سره سم هغه لوبغاړي چې د یوې اوږدې مودې راهیسې پرته له ښې کارکردګۍ او نورو ټاکل شوو اصولو ملي لوبډله کې لوبیدل خوابدي شول او د بورډ په وړاندې دریځ یې غوره کړ.

د یو شمیر راپورونو له مخي د یادي ډلې مشري د پخواني لوبډلمشر ګلبدین نایب په غاړه ده او یو شمیر نور داسې لوبغاړي یې په ځان راتاو کړي چې نه یې په کرکټ کې اوس شته او نه هم راتلونکي ته ترینه تمه کیدلی شي، ترڅو یوه ورځ په ښه توګه د هیواد استازیتوب وکړي.

په یادو لوبغاړو کي پیلیز لوبغاړی جاوید احمدي، ویکټ ساتونکی افسر ځاځی، توپ وهونکی ناصر جمال، فاسټ بالر فرید ملک، ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي، توپ وهونکی سمیع الله شینواری او فاسټ بالر دولت ځدراڼ هغه لوبغاړي دي، چې د بورډ په وړاندې ولاړ دي او په لوبډله کې د نه شاملیدو له امله ښايي له افغان کرکټ بورډ سره پریکون وکړي.

که د یادو لوبغاړو پخوانۍ لوبې وګورو نو پرته له شهزاد محمدي او سمیع الله شینواري نور یو یې هم د ملي لوبډلې د درد دوا شوی نه دی او کله یې هم د ملي لوبډلې په بریا کې مهم او کلیدي رول نه دی لوبولی.

په دې وروستیو کې کرکټ بورډ په ملي لوبډله کې د لوبغاړو د لوبیدو لپاره درې اصول کارکرده ګي، دیسپلین او فټنیس ضروري کړل چې ورسره د شهزاد او سمیع الله شینواري په ګډون ډير شمیر لوبغاړي ونه توانیدل یویو ټیسټ پاس کړي، خو د یادو دواړو لوبغاړو وروستي دریځ ته په کتو دوی غواړي چې بغیر له دې چې ټاکل شوي اصول پوره کړي باید ملي لوبډله کې وټاکل شي.

دا چې د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوښتنو بيا تسليميږي او که نه ؟ هغه پوښتنه ده چې وروسته به ځواب شي ځکه چې په تېرو کې د افغان کرکټ مينه‌وال د داسې پېښو شاهدان دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com