اسټرالیا د بنګله دیش پر وړاندي

خبریال وېبپاڼه /د استراليا کرکټ ملي لوبډلي د بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندې د سیالیو لپاره نوي لوبډلمشر وټاکه.

د استراليا کرکټ بورډ ویلي چې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندې د پنځه شل اوریزه سیالیو لپاره يي د آرون فینچ په نه شتون کې نوی کپتان ټاکلی.

سره له دې چې د آرون فېنچ په نه موجوديت کې د اليکس کيري په کپتانۍ استراليا د يو ورځنيو لوبو سيريز کې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه خو د بنګله دېش په وړاندې سياليو ته اليکس کيري کپتان نه دی ټاکل شوی.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د اګست د میاشتي په دریمه نیټه یعني سبا د پيليدونکي پنځه شل اوريزه لوبو سيريز کې به ۳۳ کلن متيو ويډ د استراليا د ملي لوبډلې کپتان وي او هڅه به وکړي چې له شل اوريز جام وړاندې د چمتووالي لوبو کې يې لوبغاړي په اسيايي کنډيشن کې ښې لوبې وکړي.

خپله متيو ويډ د کپتان کيدو په اړه وايي چې کافي تجربه لري او په دې عمر کې به يې ياد مسوليت په اوږو بار نه وي او پرته له هر ډول فشار څخه به د استرالیا د ملي لوبډلې د بریا لپاره هڅه وکړي.

ویډ ته داسې مهال د بنګله دیش په وړاندې لوبو کې کپتاني ورسپارل کیږي چې د استرالیا د لنډ فارمټ لوبو کپتان ارون فینچ ټپي شوی او مرستیال کپتان پاټ کمینس بیا له هغو لوبغاړو څخه دی چې د ویسټ انډيز او بنګله دیش په وړاندې لوبو کې یې برخه وانخیسته.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com