خبریال وېبپاڼه / د یوي بهرني وېبپاڼي د کرېک اېنفو د انګلستان سل بالیز کرکټ لیګ د دوو لوبغاړو راشدخان او د انګلستان ښځينه لوبغاړې کترین برنټ څخه سوالونه کړي دي راشد خان او کترین برنټ دوی دواړو په ځوابونو کې خپل ذوقونه بیان کړي دي.
د کریک اینفو وېبپاڼي سره د راشد خان او کترین برنټ مرکه
لومړي پوښتنه د کترین برنټ څخه : کوکاکولا خوښېږي، که پیپسي؟
کترین برنټ ځواب: د دواړو څخه مې مېکس خوښېږي، یعنې د پېپسي او کوک دواړو ذایقې مې خوښېږي.
له راشدخان لومړي پوښتنه: چای دې خوښېږي، که کافي؟
راشد خان ځواب: چای مو خوښیږي.
له کترین برنټ څخه دوهمه پوښتنه: چاکلېټ دې خوښېږي، که پاپړ چپس؟
کترین برنټ ځواب: چپس مو خوښیږي.
له راشدخان څخه پوښتنه: ستا بولډ اوټ خوښېږي، که د وېکټو ترشا کېچ اخیستل؟
ځواب: بولډ اوټ مې ډېر خوښېږي.
له کترین څخه پوښتنه: ستا رمپ شاټ یا پېډل شاټ خوښېږي، که ریورس سویپ؟
ځواب: رمپ شاټ مې خوښېږي.
له راشدخان پوښتنه: کور ډرایف دې خوښېږي که مخامخ یا سټرېټ ډرایف؟
ځواب: کور ډرایف مې ډېر خوښېږي.
کترین برنټ بیا وایي ایکسټرا کور شاټ مې خوښېږي.
له راشدخان پوښتنه: سټېف سمېت ښه لوبغاړی دی، که جو روټ؟
ځواب: دواړه د نړۍ غوره کرکټران دي.
له کترین څخه پوښتنه: شل اوریز نړیوال جام دې خوښېږي که د ښځينه وو ټېسټ لوبې؟
ځواب: د ښځينه وو ټېسټ لوبې مې خوښېږي.
له راشدخان څخه پوښتنه: شل اوریز جام ښه دی که آیپياېل؟
ځواب: نړیوال جام په دې ښه دی، چې د نړۍ هېوادونه پکې لوبېږي او د هېوادونو ترمنځ لوبې وي او آیپياېل هم په خپل ځای ښې لوبې دي.
له کترین برنټ څخه پوښتنه: کله چې وېکټ اخلي د ناستې ځای ته اشاره دې خوښېږي او که لاس پورته کول؟
ځواب: د ډرېسېنګ روم یا ناستې ځای پلو مې اشاره کول خوښېږي.