شعیب اختر:د افغانستان په ګډون درې نورې لوبډلې د نړيوال جام تر پايلوبې رسيدلی شي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پخواني چټک بالر شعيب اختر ويلي چې د هغه په فکر افغانستان کرکټ ملي لوبډله،پاکستان کرکټ ملي لوبډله، هند کرکټ ملي لوبډله او ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله څلور هغه لوبډلې دي چې د شل اوريز جام تر پايلوبې رسيدلی شي.

د شعیب اختر په باور پايلوبه به د دوه رقيبو لوبډلو هند او پاکستان ترمنځ وي او پاکستان به هند ته په ماتې ورکولو د ۲۰۲۱ نړيوال جام اتلولي ګټي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړي چي د پاکستانۍ لوبډله داسې سپېنران لري چې آن له ۱۵۰ منډو هدف څخه هم دفاع کولی شي خو هغه په عينې حال کې وايي چې د شعيب ملک او وهاب رياض په ګډون بايد يو شمېر تجربه لرونکي لوبغاړي لوبډلې ته اضافه شي.

شعيب اختر داسې مهال تر پايلوبې د افغان لوبډلې د رسيدو خبره کوي چې په کور دننه لوبډله کې د بدلونونو راوستلو د جنجالونو سره د لوبغاړو مرال ښکته شوی، کوم څه چې د افغان لوبډلې په راتلونکو لوبو مستقيم تاثير درلودلی شي.

د ۲۰۲۱م نړيوال شل اوريز جام به روان کال د اکتوبر او نومبر مياشتو کې د هند په کوربتوب عمان او متحده عربي اماراتو کې د شپاړس لوبډلو ترمنځ وشي

همدارنګه د هند کرکټ ملي لوبډلي او د پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټولي ١٣٢ یورځیني یا پنځوس اوریزي لوبي ترسره شوي چي په یادو ١٣٢ یورځینو لوبو کي ٧٣ لوبي پاکستان کرکټ ملي لوبډلي کټلي او ٥٥ یورځيني لوبي بیا د هند کرکټ ملي لوبډلي کټلي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ اته شل اوریزي لوبي هم ترسره شوي چي پکي شپږ شل اوریزي هند کرکټ ملي لوبډلي کټلي او یوه لوبه بیا پاکستان کرکټ ملي لوبډلي کټلي.

د هند کرکټ ملي لوبډلي او پاکستان کرکټ ملي لوبډلي ترمنځ ٥٩ ټیسټ کرکټ لوبي هم ترسره شوي چي پکي ١٢ ټیسټ لوبي پاکستان کرکټ ملي لوبډلي کټلي او نهه ټیسټ لوبي بیا د هند کرکټ ملي لوبډلي کټلي همدارنګه د دواړو لوبډلو ترمنځ ٣٨ ټیسټ لوبي يي ډرا شوي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ ترمنځ اوس تازه د کشمیر لیګ په سر اختلافات پیداشوي د هند کرکټ بورډ بهرنیو لوبغاړو ته خبر ورکړي وه که د کشمیر لیګ کي ولوبیده نو د کرکټ د ټولو امتیازاتو به محروم شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com