خبریال وېبپاڼه / په سل بالیز کرکټ کې د راشدخان دې لوبډله مخکې ده.
سل بالیز کرکټ چې د جولای د میاشتي په ۲۲ مه نېټه د اته لوبډلو په ګډون پیل شوي په سل بالیز کرکټ لیګ کې څلور افغان لوبغاړي يي هم برخوال دي.
راشدخان چې په سل بالیز کرکټ لیګ له ټرېنټ راکېټس لوبډلې سره لوبېږي، تردې دمه تر ټولو مخکښه لوبډله ده، ټرېنټ راکیټس لوبډلې په ۴ ترسره کړیو لوبو کې ۳ لوبي يي ګټلي، او همدارنګه یوه یې بایللې د ۶ نومرو په لرلو سره د جدول په لومړي مقام کي ده.
په دوهم مقام د مانچیسټراورېجنل لوبډله شتون لري مانچیسټر لوبډلي په په ۴ ترسره کړیو لوبو کې دوه لوبي يي ګټلي او یوه یې بایللې او یوه لوبه یې د اورښت له امله بې پایلې شوې او پنځه نومرې لري.
په درېیم مقام کي د اوول اېنوېسبل لوبډله شتون لري، اینو ېسبل کرکټ لوبډلې په ۴ ترسره کړیو لوبو کې دوه لوبي يي ګټلي او یوه یې بایللې او همدارنګه يي یوه لوبه یې بې پایلې شوې ده.
په څلورم مقام کي د قیس احمد اړوند لوبډله وېلش فایر لوبډله شتون لري، ویلش فایر لوبډلې په څلورو ترسره کړیو لوبو کې دوه لوبي يي ګټلي او دوه یې بایللي دي، د ۴ نومرو په لرلو سره په څلورم مقام کې ده.
په پنځم مقام برمینګهم فونېکس لوبډله شتون لري چي په څلورو ترسره کړیو لوبو کې یې دوه لوبي يي ګټلي او دوه لوبي یې بایللي دي.
شپږم مقام د ساوترن برېف لوبډله سره ده، یادي لوبډله څلور نومرې لري، په څلورو ترسره کړیو لوبو کې یې دوه لوبي يي ګټلي دي.
په اووم مقام کي د مجیب الرحمن اړوند نارترن سوپرچارجرز لوبډله شتون لري ، دې لوبډلې یوه لوبه ګټلې، دوه یې بایللي او یوه یې بې پایلې شوې ده، د درې نومرو په لرلو سره اووم مقام کې ده.
او همدارنګه وروستی مقام کي د لندن سپایریټ لوبډلې دی، له دې لوبډلې سره محمدنبي عیسی خېل لوبېږي، درې لوبې یې بایللي او یوه یې بې پایلې شوې ده.
یواځې یوه نومره لري.
د سل بالیز کرکټ کرکټ لیګ د اګسټ په ۲۱ مه نېټه اتلس ورځې وروسته پای ته رسېږي.