جام منار په اړه جالبه مالومات

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د تاریخي ځایونو او څلی څخه یو هم جام منار دي، جام منار د افغانستان د غور ولایت شهرک ولسوالي کي شتون لري.

جام منار د غور ولایت د شهرک په ولسوالي کي د هریرورد د سیند په غاړه د غوري سلسلې سلطان غیاث الدین غوري لخوا ٨٢٢ کاله مخکي د ١١٦٣ کال څخه تر ١٢٠٣ کالو ترمنځ ودان شوي.

جام منار د ٦٢ مترو په لوړوالي سره د نړي دوهم لوړ د خښتو څخه جوړ شوي منار یا څلی دي.

همدارنګه د جام منار په سر باندي په الله تعاله باندي او محمد ص باندي کواهي سپیڅلي کلیمه لیکل شوي ده او په منار جام باندي د سپيڅلي کتاب قرانکریم ١٩ سورتونه په ښکلي او هنري بڼه جوړ شوي چي له یادو سورتونو څخه یو هم سورت مریم دي.

د جام منار څخه لومړي لیدنه په ١٩٦٦ کال کي ترسره شوي وه چي په هغي وخت کي د افغانستان وضعیت ښه وه او د نړي زیات شمیر سیلانیان به يي د لیدلو لپاره جام منار لپاره راتله.

جام منار هغه منظره ده کوم چي کوم چي يي اته پیړي يي مخکي يي جوړښت درلوده.

جام منار په کال ٢٠٠٣ کې د ملکرو ملتونو د ساینس او کلتور برخي یونیسکو د نړي په کلتوري میراثونو کي شامل کړه.

په افغانستان کي د جام منار په ګډون ډیر زیات شمیر تاریخي او پخواني ځایونه شتون لري چي په روانه جکړه کي هم یادو تاریخي ځایونو ته زیات شمیر زیانونه رسیدلي دي، د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت په دي ورستیو کې يي زیات شمیر تاریخي ځایونه بیرته جوړ کړي دي.

همدارنګه د یادولو وړ ده چي د ٢٠٠١ کال راهیسي د افغانستان وضعیت د حرابیدو سره د تاريخي جام منار لیدونکي او نړیوال سیالانیان هم کم د پخوا په پرتله ډیر زیات کم شوي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com