خبریال وېبپاڼه / کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سيلا د تېرې میاشتې یعني د جولای د میاشتي لپاره غوره لوبغاړي جایزې ته نوماندان اعلان کړل.
ای سي سي یا د کرکټ نړیواله شورا هره میاشت د نارینه او ښځینه لوبغاړو له منځه په جلا جلا ډول د میاشتې غوره لوبغاړي اعلانوي، چې د کرکټ مینه والو او کرکټ پوهانو د رایو په اساس یاد لوبغاړي ټاکل کیږي.
د کرکټ نړیوالي شورا یا ای سي سي نن د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي الرونډر لوبغاړي شکیب الحسن د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړي هایډن والش او د استرالیا کرکټ ملي لوبډلي الرونډر لوبغاړي میچل مارش د جولای میاشتې لپاره د ای سي سي یا د کرکټ د نړیوالي شورا لخوا دغوره لوبغاړي جایزې ته نوماندان اعلان شوي دي چې د یادو دري واړو لوبغاړو د رایو وروسته به یې له منځه یو تن د جایزې ګټونکی اعلان شي.
د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړي هایډن والش د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي يي د ښو لوبو د ترسره کولو له امله په یادو نوماندانو ک شامل شوي دي، همدارنګه د آسترالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبیدونکی لوبغاړي میچل مارش هم د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي يي د ښو لوبو د ترسره کولو له امله له د کرکټ نړیوالي شورا یا ای سي سي لخوا نوماندان شوي دي، چې وروسته به د یادو درې لوبغاړو له منځه یو د جولای میاشتې د غوره لوبغاړي په توګه اعلان شي.
همدارنګه د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي الراونډر لوبغاړي شکیب الحسن هم څه موده وړاندې د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندې سیالیو کي ښه لوبیدلي وه چې له امله یې نوموړي هم د کرکټ نړیوالې شورا یا د ای سي سي لخوا د درې اعلان شوو نوماندانو په نوملړ کې ځای موندلي.
د یادولو وړ ده چي د کرکټ نړیوالي شورا لخوا د افغان لوبغاړو له منځه یوازي راشد خان د میاشتي د غوره لوبغاړي حایزي ته نوماند شوي وه چي نوموړي سره د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي چټک تیز توپ اچونکي بونیشر کمار هم نوماند شوي وه، راشد خان ونه توانیده چی د یادي میاشتي د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړي چي یاده جایزه بیا د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي چټک توپ اچونکي بونیشر کمار ترلاسه کړه، د راشد خان پرته تراوسه بل کوم افغان لوبغاړي تراوسه د کرکټ د نړیوالي شورا لخوا نه دي نوماند شوي.