له معالجې پرته؛ د روغ صحت غوره درملنه

خبریال وېبپاڼه / که تاسي د روغ صحت هیله لرﺉ او غواړي چي په رنځ اخته نه شي، نو د لته ځیني لارښوني شته که مو عملي کړه نو د ډاکټر تګ ته مو اړتیا نه پیښیږي او خپل کور کې يي درملنه کولي شي.

لومړي: مهرباني د ځان عادت وګرځوي او تل ښه او خوښ چلند وکړي.

دوهم: کله مو چي داسي څیز ته زړه کیده چي ستاسو رنځ ته ښه نه وه نو د اړتیا پر مهال يي مه غواړي او پر دي جواب ځانته قناعت ورکړي چي نشته.

دریم: خپل ډیر وخت په آرام او هوسا ځای کې تیر کړي.

څلورم: ځان مو له نورو سره مه مقایسه کوي، چي ولي زه دا شیان نه خورم، ولي زه ډاکټر له مرچو ، غوښي ،لوبیا ،او نورو خوراکونو څخه منع کړي یم او دا نور خلک يي نه دي منع کړي.

پنځم: هغه خلکو ته ښه راغلاست او هر کلی ووایی کوم چي تاسي يي نه پیژني یعني ښه چال چلند ورسره وکړي.

شپږم:.مسکا وکړي او له قهر ،عصی ځان لرې ساتي.

اووم: خوشي مه کیني، بلکي یو څه وکړي.

اتم: د خوښیو مراسم مه میس کوي بلکي خوشحالیو ته چمتوالي ونیسي او ښه يي ولمانځي.

نهم: د هغه څه قدراني او شکر يي ادا کړي چي لرﺉ يي.

لسم: له تیروتنو مو درس واخلی.

یولسم: خپلي لاسته راوړني او بریاوي مو نوټ کړي.

دولسم: له احساساتي خبرو ځان وساتي او هڅه وکړي د داسی ناستو د ګډون څخه ځان وساتي چي هلته احساساتي موضوعات څیړل کیږي ځکه چي دا چاره مو ذهن په تخلل کي اچوي او په رواني ناروغي مو اخته کوي.

دیارلسم: هره ورځ منظم تمرین ته لومړیتوب ورکړي.

څوارلسم: بریښنایی وسایل لکه موبایل، سمارټ فون، او کمپیوټر وغورځوي او له هغه خلکو سره نږدي پاتي شي چي تاسي سره اړیکه لري یعني مور او پلار ،ورورڼه، خویندي، ماماګان، کاکاکان، او نور رشتہ داران.

پنځلسم: کله مو چي مرستي ته اړتیا پیښیدله نو مرسته وغواړي.

شپاړسم: د ستونزو ته د خل لومړیتوب ورکوړي او همدارنګه يي د خل لپاره يي هر ډول لاره او فکر وسنجوی او هره ستونزه د خل لاره لري نو باید خل لاره ورته پیداکړو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com