انګلستان کرکټ لوبډلي لپاره بد خبر

خبریال وېبپاڼه / انګلستان کرکټ ملي لوبډلي يو بل فاسټ بالر هم له لاسه ورکړي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډله چې اوس مهال پخپل کوربه توب د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې سره د پنځه ټيسټ لوبو په سيريز بوخته ده، له ستونزو سره لاس او ګريوان ده، ځکه دوی خپل بل تېز بالر سټورټ براډ هم له لاسه ورکړ، نوموړی ټپي شوی او د هند په وړاندې د پاتې لوبو لپاره له لوبډلې څخه بهر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د انګلستان دوه پياوړي لوبغاړي تېز بالر جافرا ارچر د ټپونو له کبله او الراونډر بين سټوکس د ذهني ارامتیا لپاره له امله لا له وړاندې له لوبډلې څخه جلا شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د انګلستان دوه پياوړي لوبغاړي تېز بالر جافرا ارچر د ټپونو له کبله او الراونډر بين سټوکس د ذهني ارامتیا لپاره له امله لا له وړاندې له لوبډلې څخه جلا شوي.

بلخوا ويل کيږي چې د انګلستان د بل پياوړي تېز بالر جيمز انډرسن هم روغتيايي حالت سم نه دی او احتمال شته چې د هند په وړاندې به په دوهمه ټيسټ لوبه کې د لوبډلې برخه نه شي.

د يادولو وړ ده چې د کوربه انګلستان کرکټ ملي لوبډلي او هند کرکټ ملي لوبډلي ترمنځ د پنځه ټيسټ لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه په ټرن بریج لوبغالي کې د باران له کبله مساوي پای ته ورسېده او دوهمه لوبه يې نن پيلېږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com