د کرکټ د لا پرمختګ لپاره کرکټ نړیوالي شورا تازه پلان جوړ کړي

خبریال وېبپاڼه / کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ د لا پرمختګ لپاره د نوي پلان اعلان وکړ.

د کرکټ نړیوالې شورا په رسمي ډول اعلان وکړ چې هڅې یې پیل کړي ترڅو کرکټ په اولمپیک کې شامل کړي او دې موخې ته د رسیدو لپاره یې د ۲۰۲۸کال اولمپیک لوبې په نظر کې نیولي دي.

دا اعلان داسې مهال مخې ته راځي چې تر دې وړاندې د هند کرکټ بورډ ویلي وه که کرکټ اولمپیک کې شامل شي نو دوی به خپلې لوبډلې ته اجازه ورکړي ترڅو په یادو لوبو کې ګډون وکړي.

له بلې خوا د امریکا کرکټ بورډ، کوم هیواد چې سږکال اولمپیک کې ترټولو ډیر مډالونه وګټل هم ویلي چې دوی د کرکټ نړیوالې شورا د دې هڅو ملاتړ کوي او په دې برخه کې به خپلې مرستې ونه سپموي.

د کرکټ نړیواله شورا وايي چې دوی پوهیږي یادې موخې ته رسیدل به دومره اسانه نه وي، ځکه چې لا هم داسې ورزشونه شته چې ښه مینه وال لري خو لا اولمپیک کې نه دي شامل شوي مګر د دوی هڅه به دا وي چې ۲۰۲۸ اولمپیک لوبو کې کرکټ هم شامل کړي.

د یادونې وړ ده چې کرکټ په ۱۹۰۰ کال کې هم د اولمپیک برخه وو او که کرکټ نړیواله شورا وتوانیږي په ۲۰۲۸ کې یې یو ځل بیا د اولمپیک برخه کړي نو دا به د ۱۲۸ کلونو ځنډ وروسته لومړی ځل وي چې اولمپیکي لوبو کې کرکټ هم شاملیږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com