خبریال وېبپاڼه / د افغانستان ملي لوبډلې اوپنر لوبغاړی شهزاد محمدي په ايورېسټ ليګ کې چې سپټمبر مياشت کې پيليږي، د چيټوان ټايګرز لوبډلې سره لوبيږي.
ايورېسټ پرېمرليګ تجارتي شل اوريز ليګ دی چې نيپال کې خصوصي سکتور له لوري تر سره کېږي. په دغه ليګ کې شپږ لوبډلې برخوالې دي چې ټولې لوبې به په ( ټي يو ) کرکټ لوبغالي کارټيپور کې وشي.
شهزاد محمدي له ۲۰۱۹ کال نړيوال جام را وروسته بيا د افغانستان لپاره نه دی لوبيدلی او د پاکستان په وړاندې لوبو ته يې هم لوبډله کې نوم نه دی اعلان شوی.
له بلې خوا د ټاکل شوي پلان له مخې افغان کرکټ بورډ د شپږيزې اتم پړاو هم راتلونکي سپټمبر مياشت کې کوي او راتلونکو څو ورځو کې به د لوبغاړو د ډرافټ مراسم ترسره شي.
د نيپال ايوريسټ ليګ او د افغانستان شپږيزه ليګ د هممهاله ترسره کيدو له امله وکتل شي چې شهزاد به خپل کورني ليګ او که د نيپال کرکټ ليګ کې ګډون وکړي.
تمه ده چې د نيپال ايوريسټ کرکټ ليګ به د سېپټمبر له ۲۵مې تر اکټوبر ۹مې په نيپال کې تر سره شي او شپږيزه کرکټ ليګ به دا ځل د اتو لوبډلو په ګډون د سپټمبر له لسمې وروسته پيل او شا او خوا اتلس ورځې به دوام وکړي.