يوشمیر پاکستاني لوبغاړي د نړيوال جام د ګټلو خبره کړې

خبریال وېبپاڼه / دا مهال د هرې لوبډلې ټول پام د روان ميلادي کال اکتوبر مياشت کې شروع کيدونکي شل اوریز نړيوال جام ته دی.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله هم له هغه اته لوبډلو څخه يوه ده چې له وړاندې يې د ياد جام دولس غوره لوبډلو ته کواليفای کړی دی او د ټاکل شوې مهالوېش مطابق به په (B) ګروپ کې د افغانستان، هند، نيوزيلاند او دوه د کواليفای پړاو څخه ورتلونکو لوبډلو سره لوبې وکړي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی الراونډر عماد وسيم په دې باور دی چې په متحده عربي اماراتو کې د نړيوال جام ترسره کېدل، دوی ته داسې دی لکه دوی چې پخپل کورني لوبغالي کې لوبيږي او دوی د ياد هيواد له کنډيشن سره پوره بلد دي.

عماد وسيم وايي ” په متحده عربي اماراتو کې لوبې ترسره کول مونږ لپاره داسې دي لکه مونږ چې خپل کورني لوبغالي کې لوبيږو، مونږ هلته پخپل کوربه توب د اوږدې مودې لپاره لوبيدلي يوو، دې ته په کتو مونږ د نړيوال جام يوه له غوره لوبډلو څخه حسابيږو”.

هغه زياتوي چې لوبډله کې يې ډير ښه لوبغاړي شته چې کولی شي، په فيلډ کې د خپلې سل فيصده هڅو سره ځان تر اتلولۍ ورسوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com