خبریال وېبپاڼه / تېره شپه په ويټاليټي بلاسټ لوبو کې د يورکشاير او سسېکس لوبډلو ترمنځ کوارټر فاينل لوبه وشوه چې پکې راشد د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
راشد په بالينګ کې څلور اورونه وکړل ۲۵ منډې يې ورکړې او د هيری بروک ويکټ يې واخيسته خو په توپوهنه کې يې ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
هغه د په توپوهنه کې يوازې ۹ بالونه ولوبول، د دوه شپږيزو او درې څلوريزو په مټ يې ۲۷ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځيده.
له لوبې وړاندې د سسېکس لوبډله کپتان لوک رايټ د راشد په اړه وويل چې د اوسنيو حالاتو هينډل کول د هغه له لوري نه باور کيدونکي دي او حتی زه يې په اړه فکر نه شم کولی.
لوک رايټ زياتوي “زه له نورو بهرنيو لوبغاړو سره هم لوبيدلی يم خو د راشد ځانګړنه دا ده چې د هرې لوبډلې لپاره لوبيدلی وړتيا يې ښودلې او ښې لوبې يې کړې دي”.
د ويټاليټي بلاسټ شل اوریزه لوبو کوارټر فاينلونه له يو اوږده ځنډ وروسته بيا پيل شول او نن پکې د نتينګهمپشاير او همپشاير لوبډلو ترمنځ دوهم کوارټر فاينل کيږي.