د پاکستان پر وړاندي د افغان لوبډلې د لوبو د ځنډولو لامل

خبریال وېبپاڼه / د یو شمیر معلومات دا ښيي چې د پاکستان سره د لوبو د کولو او نه کولو پر سره د بورډ د رهبرۍ ترمنځ اختلاف موجود وو او هغوی چې یاد سیریز ته یې له څو میاشتو راهیسي هر اړخیز چمتووالی نیولی وو د لوبو پر کولو ټینګار کاوه.

له بلې خوا یو شمیر لوبغاړو چې په سر کې یې کپتان حشمت شهیدي وو د هغو لوبغاړو په ملاتړ چې لا بهر کې په لیګونو کې بوخت دي، نه غوښتل د پاکستان په وړاندې لوبې وکړي او بالاخره همدا خبره ومنل شوه او لوبې وځنډیدې.

حشمت باور درلود چې په پاکستان کې د لوبو کولو سره به د پاکستانۍ لوبډلې بابراعظم، محمدرضوان، شاهین افریدي او حسن علي هم د دوی په وړاندې لوبې وکړي او دوی نه شي کولی چې یادې لوبډلې ته ماتې ورکړي نو غوره یې ګڼله لوبې وځنډیږي.

د معلوماتو له مخې د پاکستان سره د سیریز لپاره قوي سپانسر موندل شوی وو او نورې لوژستیکي چارې هم په ښې ډول ترسره کیدلی شوې خو د بورډ د مشرۍ احساساتي پریکړې د افغانستان کرکټ په ټپه ودروه او لوبو ته یې د افغان مینه والو اوږد انتظار لا پسې اوږد کړ.

ویل کیږي چې په پاکستان کې د لوبو له موافقې سره پاکستاني کرکټ بورډ ډير خوښ وو او دا چاره د دې سبب کیدله چې افغان کرکټ بورډ هم ترینه په کرکټ نړیواله شورا او هم نورو برخو کې اعظمي استفاده وکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com