د اماراتو لوبډلې پیاوړي لوبغاړی له څلور کلن بنديز سره مخ شو.

خبریال وېبپاڼه / د اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې ويکټ ساتونکی لوبغاړی د نړيوالي شورا له خوا د څلورو کلنو لپاره د کرکټ څخه منع شو.

غلام صابر د اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی دی او د فساد له امله ورباندې ای سي سي د څلورو کلنو لپاره له هر ډول کرکټ څخه بنديز ولګاوه.

د اماراتو ياد لوبغاړی د فساد په شپږو قضيو کې په سر غړونه تورن وو، چې پخپل جرم سره يې اعتراف هم کړی او د محکمې له خوا ورته څلور کلن بنديز ورکړل شو چې د ۲۰۲۵ کال د اګسټ په شلمه نېټه پای ته رسېږي.

پر نوموړي د ۲۰۱۹ کال د نيپال او زمبابوې په وړاندې د لوبو پر وخت د رشوت اخيستلو يا په لوبه کې د جوړ جاړي کولو تور وو چې نوموړي پخپله دغه کړنه کرکټ نړيوالې شورا ته اعتراف هم کړی او سزا ورکړل شوه.

غلام صابر عربي اماراتو لپاره ټولې پنځه دېرش نړيوالې لوبې ترسره کړي دي چې درويشت يوه ورځنۍ او اوولس شل اوريزه لوبې دي، نوموړی څلور کلونه لپاره نور هيڅ کرکټ نه شي کولای.

صابر په اصل کې پاکستانی دی، په کال ۱۹۸۵ کې د ډسمبر په دوولسمه د پاکستان د پنجاب ايالت په جنګ کې زېږېدلی دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com