افغان کرکټ بورډ د بنګله دیش پر وړاندې د سیالیو لپاره د نولس کلنو څخه د کم عمره لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې د هیواد د کرکټ نولس کلنه ملي لوبډله بنګله دېش هیواد ته ولېږله ترڅو د یاد هیواد د نولس کلنې ملي لوبډلې په وړاندې یو شمېر سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ خپله نولس کلنه ملي لوبډله نن د خپل رسمي ټویټر اکاونټ له لارې اعلان کړه. دا چې په لوبډله کې څوک دي، مونږ یې په اړه له وړاندې هم تاسې سره معلومات شریک کړي ؤ، خو دا ځل په دې لیکنه کې هر لوبغاړی درپېژنو چې په لوبډله کې څه دنده لري او څه ډول لوبه کوي.

د لوبډلې ترټولو مهم لوبغاړی ننګیال خروټی دی چې ښایي د لوبډلې کپتان هم وټاکل شي، ننګیال په چپ لاس ورو بالینګ او په همدې لاس په لوور میډل آرډر کې بیټینګ هم کوي.

د نوموړي ترڅنګ په ۱۹ کسیزه ملي لوبډله کې ۱۰ ریګولر بیټسمینان، ۳ سپن بالینګ آلرونډران، ۱ فاسټ بالینګ آلرونډر، ۱ ریګولر سپنر او ۴ ریګولر فاسټ بالران شامل دي.

په بیټسمنانو کې سليمان عربزی او سلیمان صافی اوپنران دي چې عربزی په ښي لاس او صافی په چپ لاس بیټینګ کوي، د دوی ترڅنګ اسحاق ځاځی او بلال سعیدي ویکټ کیپر بیتسمینان دي چې دواړه په ښي لاس بیټینګ کوي.

سباوون بنوری، الله نور ناصري، بلال ترین او زاهد سلیمي د میډل آرډر بیټسمینان دي چې په ښي لاس بیټینګ کوي. محمد الله او اعجاز مهران د میډل آرډر چپ لاسي بیټسمینان دي.

د ننګیال خروټي په شمول شاهد حسن او کامران هوتک درې چپ لاسي سپن بالینګ آلرونډران دي چې درې واړه په چپ لاس سلو بالینګ او په همدې لاس بیټینګ کوي.

اعجاز احمدزی بیا په ښي لاس بیټینګ او په همدې لاس میډیم فاسټ بالینګ کوي او د لوبډلې یوازینی فاسټ بالینګ آلرونډر دی. د دوی ترڅنګ په لوبډله کې بیا اظهار الحق نوید یوازینی ریګولر سپنر دی چې په ښي لاس لیګ بریک بالینګ کوي.

د فاسټ بالرانو په برخه کې سمیع الله بلال هغه بالر دی چې په هیواد کې د فاسټ بالرانو د لټون پروګرام څخه پیدا شو، په ښي لاس فاسټ بالینګ کوي. ترڅنګ یې یما عرب او نوید ځدراڼ هم ښي فاسټ بالران دي، فیصل خان بیا چپ لاسی فاسټ بالر دی چې له لوبډلې سره بنګله دېش هیواد ته تللی دی.

معلومات دا دي چې په یاده لوبډله له تېر څه باندې یوه کال راهیسې کار روان دی او له بېلابېلو تمرینانو کیمپونو څخه تېره شوې ده، لوبغاړي ښه چمتو دي او تمه کیږي چې د بنګله دېش په وړاندې به ښې سیالۍ ترسره کړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com