هغه لوبغاړي چې نړيوالو لوبو کې يې چټکې منډې ترلاسه کړي دي 

خبریال وېبپاڼه / ريکي پونټينګ: پخواني اسټراليايي کپتان او لوبغاړی ريکي پونټينګ د چټکو ۲۳۰۰۰ نړيوالو منډه جوړوونکو لوبغاړو په لېست کې درېم ځای لري.

دغه ښي لاسي توپ وهوونکي ياد شمېر منډې په ۵۴۴ پاڼيو کې کړې دي. پونټينګ په ۲۸۷ ټيسټ پاڼيو کې ۱۳۳۷۸ منډې، په ۳۶۵ يو ورځنيو لوبو کې ۱۳۷۰۴ منډې او په ۱۶ شل اوريزو نړيوالو لوبو کې ۴۰۱ منډې کړې دي.

دغه ښي لاسي توپ وهوونکي ياد شمېر منډې په ۵۴۴ پاڼيو کې کړې دي. پونټينګ په ۲۸۷ ټيسټ پاڼيو کې ۱۳۳۷۸ منډې، په ۳۶۵ يو ورځنيو لوبو کې ۱۳۷۰۴ منډې او په ۱۶ شل اوريزو نړيوالو لوبو کې ۴۰۱ منډې کړې دي.

سچن ټنډولکر: کله چې د ريکارډونو جوړولو يادونه کېږي نو ټنډولکر يې په سر کې وي. نوموړی ددغه لېست په دوهم ځای کې قرار لري. هغه په ۵۲۲ پاڼيو کې ۲۳۰۰۰ منډې کړې دي. سچن په ټولو نړيوالو فارمټونو کې ۳۴۳۵۷ منډې لري.

وېرات کوهلي: د هند ملي لوبډلې اوسنی لوبډلمشر وېرات کوهلي د ۲۳۰۰۰ چټکو منډو جوړوونکو په لېست کې لومړی ځای لري. هغه په ۴۹۰ پاڼيو کې ياد شمېر منډې جوړې کړې دي.

کوهلي په ۱۶۱ ټيسټ پاڼيو کې ۷۶۸۹، په ۲۴۵ يو ورځنيو لوبو کې ۱۲۱۶۹ منډې او په ۸۴ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ۳۱۵۹ منډې جوړې کړې دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com