خبریال وېبپاڼه / د کرکټ نړیوالې شورا د غوښتنې سره سم باید ټول کرکټ بورډونه خپل پنځلس کسیز نوملړ د روانې سپټمبر میاشتې تر لسمې نیټې یعنې جمعې ورځ پورې اعلان کړي.
تر دې مهاله هند، پاکستان، عمان، بنګله ديش، نیوزیلاند او يو شمېر نور هغه هیوادونه دي چې نړیوال شل اوریز جام ته یې لوبډلې اعلان کړي او تمه ده چې پاتې هیوادونه به یې هم تر نن ناوخته اعلان کړي.
افغان لوبډله به په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵ نیټه له لومړي پړاو څخه راغلې لوبډلې سره ولري، دوهمه لوبه د پاکستان په وړاندې د اکتوبر په ۲۹ نیټه او دریمه لوبه کې به له لومړي پړاو څخه راغلې لوبډلې سره د اکتوبر په ۳۱ نیټه د سیالۍ ډګر ته ووځي.
د محمد نبی په کپتانۍ افغان لوبډله به خپلې پاتې دوه لوبې د هند او نوي زیلاند په وړاندې د نومبر میاشتې په دریمه او اوومه نیټه په ابوظبۍ لوبغالي کې وکړي.
شل اوریز جام ته د افغان لوبډلې لوبغاړي
رحمن الله ګربز، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، شهزاد محمدي، اصغر افغان، نجیب ځدراڼ، حشمت شهیدي، محمدنبي، شرف الدین اشرف، کریم جنت، ګلبدین نایب، راشد خان، مجیب ځدراڼ، نوین الحق، شاپور ځدراڼ، قیس احمد، حميد حسن او دولت ځدراڼ.
احتياطي
افسر ځاځی او فريد ملک
د یادولو وړ ده، چې لوبډله کې اصغر افغان د راشد په غوښتنه، او حشمت الله شهيدي او ګلبدين نايب د سرپرست عمومي رئیس عزیزالله فضلي په غوښتنه شامل کړل شوي دي.