خبریال وېبپاڼه / تېره ورځ د د روان کال شل اوریز نړیوال جام لپاره د لوبډلو د اعلان وروستۍ ورځ وه او یاد جام ته ډيری لوبډلې په نورمال شکل اعلان شوې خو د افغانستان د کرکټ بورډ، لوبغاړو او مینه والو لپاره بیا دا ورځ عادي نه وه.
د اصغر افغان ډیسپلیني قضیه ختمول، د لوبډلې اعلان، د راشد خان استعفا او د نبي کپتان کیدل یوازې د څو ساعتونو په ترڅ کې وشول.
راشد چې په لومړي سر کې یې د شل اوریزو لوبو کپتاني په یو لړ شرایطو منلې وه، غوښتل چې د لوبډلې په ټاکلو کې ورسره مشوره وشي او غوښتنې یې په نظر کې ونیول شي.
هغه د بورډ له مشرانو غوښتي ؤ چې اصغر هغه مهال لوبډله کې غواړي که یې قضیه حل وي او ستونزه ونه لري خو که ستونزه موجود وي نو دی پرې ډیر ټینګار نه کوي خو راشد ته د سرپرست عمومي رئیس له لوري ډاډ ورکړل شوی و چې د اصغر ستونزه به حلیږي.
بل لوري ته عزیزالله فضلي کوښښ کاوه چې لوبډله کې حشمت شهیدي، ګلبدین نایب، شاپور ځدراڼ، حمیدحسن، دولت ځدراڼ او شهزاد محمدي ته هم ځای ورکړل شي خو د یادو شپږو تنو له منځه راشد یوازې د ګلبدین شاملول راشد ته د منلو ؤ.
يوې بهرنۍ ویبپاڼې ته د کرکټ بورډ یو چارواکي په دې تړاو ویلي دي: “راشد د لوبډلې له اعلان څخه خوښ نه وو، کله یې چې ولیدل لوبډله کې ګڼ شمیر پخواني لوبغاړي دي نو له لوبډلمشرۍ یې استعفا وکړه”.
نوموړي زیاته کړې ده چې دا ټول کارونه سرپرست عمومي رئیس په زور او خپلسر سره کړي دي او دا چې د ټاکلو معیار، کارکردګي، ډیسپلین او فیټنیس په نظر کې نه دي نیول شوي نو راشد له مجبوري له لوبډل مشرۍ لاس په سر شوی دی.
نوموړي زیاته کړې ده چې دا ټول کارونه سرپرست عمومي رئیس په زور او خپلسر سره کړي دي او دا چې د ټاکلو معیار، کارکردګي، ډیسپلین او فیټنیس په نظر کې نه دي نیول شوي نو راشد له مجبوري له لوبډل مشرۍ لاس په سر شوی دی.
د معلوماتو له مخې د راشد له دې اعلان وروسته عزیزالله فضلي، اصغر افغان او یو شمیر نورو لوبغاړو کوښښ کړی دی چې راشد له خپلې پریکړې څخه په شا کړي خو نه دي توانیدلي او بالاخره یې د کپتانۍ مسولیت پخواني کپتان محمد نبي ته ورکړو.
سره له دې چې راشد د شهزاد، حمیدحسن، دولت ځدراڼ، حشمت شهیدي او شاپور ځدراڼ له شتون سره مخالف و خو نوموړي هڅه کوله چې اصغر افغان لوبډله کې وي، کوم کار چې لوبډله کې بیا ډلبازیو او ګډوډیو ته لار هواروله.
تر دې وړاندې ويل کيدل چې راشد خان د اصغر افغان ترڅنګ لوبډله کې شهزاد محمدي هم غواړي خو وروستي راپورونه دا دي چې نوموړی لوبډله کې د شهزاد د شاملېدو هم مخالف و.