ضياء اکبر په انګلستان کې خپل د لاسته راوړنو ډک سفر پای ته ورسولو

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د کورني کرکټ تکړه چپ لاسی سپنر ضیاء الرحمن اکبر له تېرو څو میاشتو راهیسې په انګلستان کې له یوه محلي کلب سره تړون لاسلیک کړی وو چې له مخې یې د یاد کلب لپاره په تېرو څو میاشتو کې سیالۍ ترسره کړې.

ضیاء د یاد تړون له مخې خپلې لایتم کرکټ لوبډلې لپاره ۱۶ یوورځنۍ لوبې ترسره کړې چې پکې یې د ۲ منډو په ایکانومي او څه کم ۷ منډو بالینګ اوسط سره ۸۵ لوبغاړي سوځولي دي.

نوموړي په دغو سیالیو کې ۱۲ ځلې ۵-۵ لوبغاړي سوځولي دي چې په یوه پاڼۍ کې یې تر ټولو ښه بالینګ د ۳۶ منډو په ورکولو سره د ۹ لوبغاړو سوځول دي.

نوموړي همدارنګه د خپلې لوبډلې لپاره ۴ شل اوریزې سیالۍ هم ترسره کړې دي چې په یادو سیالیو کې یې هم د خپلې لوبډلې په ګټه ۱۲ لوبغاړي سوځولي دي.

د دې ترڅنګ نوموړي په شل اوریزو سیالیو کې ښه بیټینګ هم کړی دی چې په ۴ سیالیو کې یې ۱۲۰ منډې هم جوړې کړې دي.

د انګلستان په کورنیو سیالیو کې یوورځنۍ لوبې هم د څلورورځنیو سیالیو په بڼه ترسره کیږي. په یوورځنیو سیالیو کې سور او په شل اوریزو سیالیو کې بیا ګلابي بال کارول کیږي.

په انګلستان کې لوبېدل د افغانستان د کورني کرکټ لوبغاړو لپاره هم د تجربې او د ظرفیت لوړونې له اړخه ګټور تمامیږي او هم له مالي اړخه لوبغاړو ته ګټه رسوي چې د هرې لوبې په بدل کې لوبغاړو ته کافي اندازه پیسې هم په لاس ورځي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com