خبریال وېبپاڼه / د هند کرکټ بورډ مشر ساراف ګنګولي د ویراټ کوهلي هغه پریکړه ستایلې چې له شل اوریزو لوبو کپتانۍ څخه یې استعفاء ورکړه.
ویراټ کوهلي د پنجشنبې په ورځ د نړیوال جام د را رسیدو وړاندې له خپلې کپتانۍ څخه استعفاء ورکړه چې ډیرو خلکو ته د خیرانوونکی خبر وو.
” ویراټ کوهلي د هند کرکټ یوه ستره سرمایه ده.نوموړي هند لوبډلې ته زیاتې لاسته راوړي او په ټولو پارمټونو کې یو بریالی کپتان وو.دا چې نوموړي له شل اوریزو لوبو کپتانۍ څخه استعفاء ورکړه.نوموړي دغه پریکړه د هند کرکټ په ګټه کړې،مونږ د نوموړي پریکړه ستایو.”
“نوموړي دغه پریکړه د هند کرکټ لوبډلې راتلوونکي ته په کتو سره کړې.مونږ نوموړي ته په راتلوونکو چارو کې بریالیتوب غواړو او پدې هیله چې نوموړی راتلوونکي نړیوال جام کې د هند لپاره په ګټه توپ وهنه کې زیاتې منډې جوړې کړې او لوبډلې ته بریاوې ور په برخه کړي.”
پخپله ویراټ کوهلي ویلي،د روزونکو لوبډلې مشرانو سره په مصلحت یې د شل اوریزو لوبو کپتانۍ څخه د لاس په سر کیدو پریکړه کړې.
“ما له خپلو نږدې کسانو،روزونکو او روهیت شرما سره خبرې وکړې او د زیات فکر وروسته مو د لوبډلې مشرۍ څخه استعفاء ورکړه.”
د ویراټ کوهلي په کپتانۍ کې هندوستان ۴۵ شل اوریزې لوبې کړي وې،چې ۲۷ یې ګټلي وې او ۱۴ یې بایللي وې.
هند کرکټ بورډ تراوسه په رسمي توګه د کوهلي ځای ناستی کپتان ندی اعلان کړئ.خو ویل کیږي چې د هغه په ځای به روهیت شرما د لوبډلې مشر وټاکل شي.
شرما په ای پي ایل سیالیو کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې مشري په غاړه لري او دده په مشرۍ کې ممبيي لوبډلې تر ټولو ډیرې اتلوالۍ هم ګټلي دي.