خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا psl لیګ د اووم پړاو سیالیو لپاره چي تیره ورځ یې د لوبغاړو بولی ترسره شوه، چي په یاده بولی کې د پیشاور زلمیو لوبډلې د افغانستان چټک او تیز توپوهونکی حضرت الله ځاځی په پلاټینیم کټګورۍ کې د خپلي لوبډلې سره یوځای کړ.
د پیشاور زلميو لوبډلې مشر جاوېد افریدي د حضرت الله ځاځی له اخیستو وروسته نوموړي په ټویټر کې ټویټ وکړو، او حضرت اللہ ځاځی ته یې ښه راغلاست ورته ویلی دی.
جاوید اپریدي په یاد ټویټ کې حضرت الله ځاځی مینشن کړی دی، او داسې یې ورته لیکلی پخیر راغلې ځاځی جانه« همدارنګه حضرت اللہ ځاځي هم د هغه ټویټ ریټویټ کړی دی او د جاوید افريدي څخه یې مننه کړې ده.
د پاکستان سوپز لیګ اووم پړاو سیالیو ته د حضرت الله ځاځي په اخیستو وروسته نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي او خوشحالي ېې څرګنده کړې ده او خوښ دی چې د پیښور زلمي لوبډلې سره خپله لوبه کوي.
د یادولو وړ ده چې حضرت الله ځاځی تېر پړاو د پاکستان سوپر لیګ کې پیښور زلمي لوبډلې د لوبو په نیمايي کې واخیستو، او له اخیستل کیدو وروسته یې ډېره ښه لوبه ترسره کړه چي زیات شمیر سیالي يي د حضرت اللہ ځاځی په غوره توپ وهني سره يي کټلي وي.