خبریال وېبپاڼه /د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ټولو فارمټونو اوپنرډېوېډ وارنر د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د تېرې نومبرمیاشتې غوره لوبغاړی ونومول شو.
وارنر په نړیوال جام کې د تورنمنټ غوره لوبغاړی وو او دایشیز په لومړۍ لوبه کې یې هم تر ۹۰ پورته منډې په یوهلوبه کې وکړې.
ډیويډ وارنر د نړیوال جام په دوو مهمو سیالیو کې د خپلېملې لوبډلې لپاره غوره سیالۍ ترسره کړې، چې له کبله یېلوبډلې د اتلولۍ جام وګاټه.
هغه په نړیوال جام کې د خپلې لوبډلې لپاره په څه باندې۴۸ اوسط سره ۲۸۹ منډې ترسره کړې وې.
په دغو لوبو کې یې څلور هغه په نومبر میاشت کې ترسرهکړي چې تر ۱۵۱ څخه پت لوړ سټرایکرېټ یې پکې ۲۰۹منډې کړي دي.
له نوموړي سره په رایه اخیستنه کې د پاکستان عابد علياو د نیوزیلنډ توپ اچوونکی ټایم سوتپ ملګري وو، چېوارنر ترې مخکې شو.
د ښځینه وو له مینځه بیا د ویسټ انډیز کرېکټ لوبغاړېهایلي متیوز ډېرې رایې اخیستي او غوره لوبغاړې ټاکلشوې ده.
نوموړې له پاکستانۍ آنام امین او بنګله دېشۍ ناهده اکترسره دغې جایزې ته نومانده وه.
د یادونې وړه ده، چې د کرېکټ نړیواله شورا د هرېمیاشتې په پای کې د همغې میاشتې ښځینه او نارینه غورهلوبغاړي اعلانوي.