کامران اکمل د پاکستان سوپر لیګ کې د نه لوبیدو لامل څرګند کړ

خبریال وېبپاڼه /د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ وهوونکي کامران اکمل چې د پاکستان سوپر لیګ اووم پړاو سیالیو کې پېښور زلمو لوبډلو له خوا دسرو زرو کټګورۍ کې وپېرل شو، په غبرګون کې یې له یادې لوبډلې سره په ټیټه کټګورۍ کې له لوبېدو انکار وکړ.

کامران اکمل وایي له پلاټینیم کټګورۍ نه د سرو زرو کټګورۍ ته زما په راښکته کولو سره زه حیران یم، وایي د سپین زرو کټګورۍ کې د لوبېدو وړ نه دی ځکه ټیټې کټګورۍ د ځوانو لوبغاړو لپاره دي.

اکمل په خپل یوټیوب کانال په خپره کړې ویډیو کې ویلي چې د پېښور زلمو لوبډلې خواخوږۍ ته اړتیا نه لري او څرګنده یې کړه چې په را روان سوپر لیګ سیالیو کې نه لوبېږم.

اکمل وایي ما خپل ځان لوبو کولو ته هڅولی وو کله چې زه د سرو زرو کټګورۍ ته را ښکته شوی وم، مګر د ډېرو کلونو خواریو وروسته ناڅاپي په ټیټې کټګورۍ کې زما شاملېدل راته خورا سخت دي.

کامران اکمل د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د زیاتو منډو جوړولو له اړخه دویم لوبغاړی دی چې په یو ټورنمنټ کې یې ۱۸۲۰ منډې جوړې کړې دي. نوموړي په دغو سیالیو کې ۳ سلیزې هم وهلي دي.

د پاکستان سوپر لیګ اووم پړاو سیالۍ چې ټاکل شوې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۲۷مه پیل شي، لاهور قلندرز، کراچۍ کېنګز او اسلام اباد یونایټېډ لوبډلو دوه ورځې وړاندې ځان سره د ساتل شویو لوبغاړو نومونه خپاره کړل. او پرون ورځ د سوپر لیګ لپاره د لوبغاړو بولۍ ترسره شوه.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ اووم پړاو سیالیو ته د 45 افغان لوبغاړو په ګډون له 32 هېوادونو څخه 425 لوبغاړو نوملیکنه کړې ده.

د پاکستان سوپر لیګ اووم پړاو سیالۍ په پاکستان دننه د کراچۍ او لاهور ښارونو د کرېکټ په لوبغالو کې ترسره کیږي.

د سوپر لیګ لومړۍ سیالۍ به د راتلونکې جنورۍ میاشتې په ۲۷مه نېټه د ملتان سلطانز او کراچۍ کېنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com