خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ لوبو اوپنر یا پیلیز لوبغاړی عابد علي د پاکستان قائد اعظم ټرافي سيالیو پر مهال د سینې له سخت درد سره مخ شوی چې وروسته په بیړني ډول روغتون ته وړل شوی.
تراوسه ښکاره نده چې په نوموړي د زړه خمله راغلې او که له نورو دردونو سره مخ شوی دی.
د مرکزي پنجاب لوبډلې منیجر اشرف علي هم تایید کړې چې عابد علي د سینې له سخت درد سره دوه ځلې مخ شو،چې وروسته روغتون ته ورسول شو.
نوموړي وویل،تراوسه د هغه حالتو په اړه څه نشي ویلي،کله چې ډاکټران ترې معاینه وکړي،بیا به یې پوره معلومات له تاسو سره شریک شي.
عابد علي چې په یادو کورونیو سیالیو کې د مرکزي پنجاب لوبډلې په ګټه لوبې کوي،د خیبر پښتونخوا لوبډلې په وړاندې لوبه کې د سینه له درد سره مخ شوی دی.
نوموړی په یادو سيالیو کې وتوانیده چې ۹۰۰۰ منډې هم بشپړې کړي.