خبریال وېبپاڼه / دا ښکاره خبره ده چې په تجارتي ليګونو کې روزونکي د لوبډلې له مسؤلینو سره په ګډه کوښښ کوي، هغه لوبغاړي رانيسي چې له وړاندې ورسره نږدې پاتې شوي وي او له وړتيا او ترينه کار اخيستلو په اړه يې پوره پوهه لري.
د لکنو لوبډلې نوی ټاکل شوی مشر روزونکی انډي فلاور د تجارتي ليګونو يو له مشهورو او بريالیو روزونکو څخه دی. نوموړي پخپله روزنه په بیلابیلو لیګونو کې لوبډلې تر وروستیو پړاوونو رسولې دي او همدا څه موده وړاندې یې لس اوریز لیګ کې لوبډله ډيلي بولز پایلوبه کې ماته شوه.
فلاور د شل اوریز نړیوال جام پرمهال د افغان لوبډلې مشاور روزونکی و خو له هغه وړاندې او وروسته یې په تجارتي لیګونو کې هم افغان لوبغاړي تر روزنې لاندې لوبیدلي او له وړتیاو سره یې پوره بلدتیا لري. مونږ په دې لیکنه کې درې هغو افغان لوبغاړو ته کتنه کوو چې ښايي د لک نو لوبډلې لپاره د انډي فلاور تر نظر لاندې وي:
۱- راشدخان: افغان لیګ بریکر راشد خان پرته له شکه په آی پي ایل کې د ډيرو لوبډلو غوښتنه ده خو هغه څه چې تر اوسه هندي رسنیو کې خپریږي، دا دي چې نوموړی له لک نو لوبډلې سره له بولۍ وړاندې یو ځای کیږي. راشد خان د انډي فلاور تر روزنې لاندې د انګلینډ په سل بالیز کرکټ لیګ کې د ټرینټ راکیټس لوبډلې لپاره لوبیدلی، کومه لوبډله چې تر پلی اف پړاو پورې ورسیده.
د لک نو لوبډلې سره د راشد تړون مخکې له بولۍ او یا د بولۍ پر مهال اخیستل د انډي فلاور په راتګ لا یقیني شوی او لرې نه ده چې د شل اوریزو لوبو دغه پیاوړی لوبغاړی به راتلونکي پړاو آی پي ایل کې د نوې جوړې شوې لک نو لوبډلې لپاره ولوبیږي.
۲- رحمن الله ګربز: د افغان لوبډلې ویکټ ساتونکی لوبغاړی رحمن الله ګربز نن سبا د تجارتي لیګونو یو له مشهورو لوبغاړو څخه دی. هغه په پاکستان سوپر لیګ، لنکا غوره لیګ او لس اوریز کرکټ لیګ کې له لوبیدو وروسته د انګلینډ په ویټالیټي بلاسټ شل اوریزو لوبو کې هم د لوبیدو تړون کړی دی.
ګربز تېر پړاو لس اوریز کرکټ لیګ کې د ډيلي بولز لوبډلې برخه و. یاده لوبډله چې د لک نو د نوي ټاکل شوي روزونکي انډي فلاور تر روزونې لاندې لوبیده، تر پایلوبې ورسیده خو پایلوبه کې یې له ډکن ګلیډییټرز څخه ماتې وخوړه.
رحمن الله تېر پړاو لس اوریز کرکټ لیګ کې د ښې توپ وهنې له امله د لیګ غوره توپ وهونکی ونومول شو.
۳- فضل الحق فاروقي: د ملي لوبډلې ځوان او له وړتیا مالامال فاسټ بالر فضل الحق فاروقي دریم هغه افغان لوبغاړی دی چې ښايي انډي فلاور یې د لک نو لوبډلې سره د یو ځای کیدو کوښښ وکړي.
د لس اوریزو لوبو پرمهال فاروقي د ډيلي بولز لوبډلې لپاره لوبیدو او روزونکي انډي فلاور یې د بالینګ ستاینه وکړه. فلاور وویل چې فاروقي دواړو خواو ته بال تاوولی شي، د توپ اچونې ښه چټکتیا لري او ډير با استعداده لوبغاړی دی.
فضل الحق که څه هم د هند غوره لیګ په رسمي لوبو کې نه دی لوبیدلی خو د نیټ بالر په توګه د پنجاب او چینای لوبډلې برخه پاتې شوی دی.
د هغه په بالینګ کې ښه والی، د آی پي ایل لوبډلو سره نږدې پاتې کیدل او د انډي فلاور تر روزنې لاندې تجارتي لیګ کې لوبیدل هغه څه دي چې ښايي دا ځل یې د بخت ستوری وځلیږي او راتلونکي پړاو هند غوره لیګ سیالیو کې د لوبیدو چانس ورکړل شي.
يادونه: د لک نو لوبډلې له لوري د درې واړو افغان لوبغاړو اخیستل احتمالي دي او مونږ کوښښ کړی، د یو شمېر واقعیتونو په اساس تحلیل وکړو.
دا چې ياد لوبغاړي به واخیستل شي که نه، راتلونکو څو ورځو کې به معلومه شي.