خبریال وېبپاڼه / د هند پریمیر لیګ یا ای پي اېل چې په نړۍ کې له خورا په زړه پورې لیګونو څخه دی او ډېر مینه وال لري، تازه د یاد لیګ راتلونکي ۲۰۲۲ پړاو لپاره نوي قوانین ټاکل شوي.
د ای پي اېل اداري شورا پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۲ کال په ټورنمنټ کې به له سل مترو لوړه شپږیزه نه اته ږیزه حسابیږي او لوبډلې ته به د شپږو منډو پر ځای اته منډې جمع کیږي.
د نویو قوانینو په لړ کې د ای پي اېل هره لوبه کې چې کوم لوبغاړی ښه تړپ اچوونه وکړي د بل یا اضافي اوور ترسره کولو اجازا هم لري.
دا راز هره لوبډله کولی شي چې د لوبې لومړیو کې د پاور پلی یوازې څلور اورونه ترسره کړي او د پاور پلی دوه پاتې اورونه د لسم اوور څخه وروسته ترسره کولی شي.
د ای پي اېل لوبډلو لپاره بل نوی قانون دا دی، که چېرې یې ټاکل شوی هدف له لسو اورونو مخکې پوره کړ بله اضافي نمره به هم ورکول کیږي او که له ټاکلي وخت د باندې اورونه نو له لوبډلې به پنځه بېرته منډې اخیستل کیږي.
دا لومړی ځل دی چې د هند پریمیر لیګ کې داسې په زړه پورې او جالب قوانین رامنځته کیږي.
د ای پي اېل مینه وال هم د یادو په زړه پورو بدلونونو لپاره ۲۰۲۲کال پړاوو سیالیو لیدو ته په تمه دي.
ای پي اېل د کرېکټ په نړۍ کې لومړنی لیګ دی چې خورا ډېر مینه وال او لیدونکي لري.