خبریال وېبپاڼه / د اته هيوادونو په ګډون د نولس کلنو آسيا جام سبا د عربي اماراتو په کوربتوب پيليږي او په لومړۍ ورځ درې سيالۍ ترسره کيږي.
نهم پړاو نولس کلنو آسيا جام لوبي سبا د عربي اماراتو او هندوستان، افغانستان او پاکستان بنګلادېش او نيپال ترمنځ په سياليو سره پيل کيږي.
دغه لوبي د افغانستان په وخت سهار ۱۰:۰۰ بجې او د عربي اماراتو په وخت سهار ۱۰:۳۰ بجې د اماراتو په شارجه ښار کي د اته هيوادونو له خوا پیلېدونکي دي.
د پنځوس اورونو د نولس کلنو دغه آسیا جام په دوه ګروپونو کي ترسره کيږي چي افغانستان، هندوستان، پاکستان او عربي ام ا رات په اې ګروپ بنګلادېش، سريلانکا نيپال او کويټ په بي ګروپ کي لوبي کوي.
ياد آسيا جام چي سبا د ډسمبر په درویشتمه نیټه په دريو سياليو سره پيليږي د راتلونکي جنورۍ مياشت په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي، د دې جام لوبي د تلويزيون پر پرده نه ښودل کیږي.