ملابرادر او طالب مشران د شنبې ورځ له پاکستان نه قطر ته ځي
خبریال وېبپاڼه – شیخ فرید، مولوي قاسم ترکمن، شیخ الحکیم او ملا شیرین څلور واړه لا له وړاندي قطر ته رسیدلي دي او دوی د طالبانو د قطر د دفتر نوي غړي دي.
د خبریال وېبپاڼې معلومات ښيي چې ملا برادر؛ مولوي ثاقب؛ مولوي کبیر؛ مولوي زاهد او ځیني نور کسان به نن یعني د سپټمبر (۵) غرمه له پاکستان نه پرواز کوي او ځي به قطر ته.
د افغان حکومت پلاوی د یکشنبې په ورځ دوحې ته ځي او تشریفاتي کسان لا له وړاندي رسېدلي دي.
خبریال وېبپاڼې ته د طالبانو د کوټې شورا له لوريورکړل شوي معلومات ښيي چې لمړنۍ لیدنه به تعرفي وي او افغان پلاوی به د اوربند غوښتنه کوي، خو طالبان د اوربند غوښتنه په لمړنۍ غونډه کې نه مني.
د خبریال وېبپاڼې معلومات ښيي چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر عباس ستانکزي د جمعې په ورځ په دوو جلا جلا لیدنو کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم قطر مېشتي ځیني غړي او تخنیکي کومېټې منتظمین لیدلياو خپل ټیم ته یې سپارښتنه کړې چې د حکومتيټیم له غړو سره ځانګړې لیدنې ونه کړي او د غوندي بحث شوي معلومات محرم وساتي.
نن د شنبې ورځ عباس ستانکزی د قطري چارواکو سره تر لیدنه وروسته ماذدیګر له ملا برادر سره هم لیده کاته لري او خبریال وېبپانې ته د ورکړل شویو معلوماتو پر اسا به ملا برادر چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر دی له وروستیو پر مختګونو او خپلو انتظاماتو خبروي.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې انتهايينېژدې شوې او را روانه دوشنبه به رسمآ پیل شي .
دا سي راپورونه تر لاسه شويچې د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو د څار په موخه د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای درې مامورین قطر ته تلونکي دي او په ځینو برخو کې به طالبانو ته مشورې ورکوي.
دا ځل د طالبانو له لوري د خبرو لپاره پوره تیاری نیول شوی دی؛ که چېرته حکومتي لوری له تدبیر نه کار واخلي په دریو برخو کې ( چې دم ګړی یې خپرول تروخت وړانديدي) پرمختګ شونی دی.
د یادو ولو وړده چې د بین الفغاني مذاکراتو لمړۍ غونډه به د قطر په دوحه کې د دوشنبې په ورځ وي ، دوهمه ترکمنستان او دریمه جرمني یا ناروې کې کېږي .
تر هغه وروسته پاکستان غواړي چې د بین الفغاني مذاکراتو د غونډو کوربه توب ترلاسه کړي.
هم دا راز د طالبانو د مذاکراتي ټیم یوه غړي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د پاکستان د استخباراتو مشر د طالبانو ملا عبدالغني برادر، ملا خيرالله خير خوا، محمد نبي عمري، شهاب الدين دلاور ، عبدالطيف منصور او قاري دين محمد ته ویلي دي چې د افغان حکومت او امریکا ګډه غوښتنه ده چې په افغانستان کې په موجوده تاوتریخوالي کې کمبوت راشي نو شونې ده چې د مذاکراتو له پیل سره به تاوتریخوالی هم کم شي.
ملایعقوب او سراج الدین د سولي د پروسې د خرابولو ګواښ کړی
عباس سانکزی: د سولې له خبرو اترو وروسته په نظام کې بدلون راولو
عباس ستانيکزی: د بين الاافغاني خبرو لپاره مو مرکچي پلاوی اعلان کړ
خټک :طالبان، که افغان حکومت ته اداره وايې دوی خپله د پنجاب لاس پوڅي دي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.