The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

کرونا

ختیځ کې د کرونا مثبتې پېښې کمې شوي

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار ولایت روغتیايي مسولین وایي په ختیځو ولایتونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو د ثبت ارقام تر پخوا ډیر کم شوي دي. اوسمهال په ټول ختیځ کې یواځې ننګرهار کې د کرونا د تجرید روغتون فعالیت لري او له کونړ، نورستان او…

نړیوال کرونا ځپلي تر ۱۰ ملیونه او مړي تر ۵ لکه واوښتل

خبریال وېب پاڼه/د کرونا وبا له هم په ټوله نړۍ کې په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه یې د ځپل شویو کسانو شمېر تر لس ملیونه اوښتی دی. د روغتیایي سرچینو د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر تر لس ملیونو…

یوسف غصنفر په کوما حالت کې ترکیې ته انتقال شو

خبریال ویبپاڼه - په اقتصاد ، دفقر په ټیټ والي او ملي‌بنسټیزه پروژو کې د محمد اشرف غني ځانګړی استازی محمد یوسف غصنفر په کوما حالت کې ترکیې ته انتقال شو . نوموړی دوه ورځې په سردار محمد داودخان روغتون کې بستر وو او اوس یې حالت نور هم خراب…

هلمند کې د کرونا ناروغۍ د تداوۍ چارې برک مؤوسسې ته وسپارل شوې

خبریال وېب پاڼه/ د هلمند د عامې روغتیا ریاست د کرونا یا کووېډ۱۹ ناروغۍ د تداوۍ چارې په رسمي ډول برک مؤوسسې ته وسپارلې. د دې وبا د مخنیوي په موخه هلمند ولایت له پاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې، چي تر دې مهاله یې ۲۳ میلیونه افغانې په…

د کرونا په راتګ سره د پولیو څپه بیا لوړه شوې

خبریال وېب پاڼه/د کرونا وبا په راتګ سره په افغانستان او سیمه کې یو ځل بیا د پولیو پېښې زیاتې شوې دي، چې دې چارې افغانان او نړیوال اندېښمن کړي دي. په افغانستان کې د کرونا وبا په راتګ سره د پولیو پېښې بیا زیاتې شوې دي. د عامې روغتیا په یو…

کابل کې له کرنتین وروسته لومړنۍ بهرنۍ الوتکه را ښکته شوه

خبریال وېب پاڼه/د کرونا له امله د نورې نړۍ په څېر افغانستان هم خپل هوایي حریم تړلی ؤ او ټولې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې بندې کړې وې. د ترکش ایر لاین لومړنۍ الوتکه وروسته له شاوخوا دری میاشتني ځنډ او کرنتین وروسته په کابل کې د حامد کرزي نړیوال…

په افغانستان کې هر دریم کس په کرونا وبا اخته دی

خبریال وېب پاڼه/کرونا وبا اوس په افغانستان کې په هرو دریو کسانو کې یوه ته رسېدلې ده او که د دې لپاره روغتیایي تدابیر په پام کې و نه نیول شي، دا شمېره به نوره هم لوړه شي. باور ځواک د هېواد په کچه په ۱۹ ولایتونو کې سروې کړې ده، چې ښیي په هرو…

له کرونا رغیدلي بیا پر دې ناروغۍ نه اخته کیږي

خبریال وېب پاڼه / د عامې روغتیا وزارت مسولین وایي له کرونا ناروغۍ رغیدلي کسان بیا پر دې ناروغۍ نه اخته کیږي. د یاد وزارت مسوولینو نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، هغه کسان چې پر کرونا ناروغۍ اخته شوي او بېرته ترې رغېدلې دي،…

پاکستان د ملخانو له سترګواښ سره مخ دی

خبریال وېب پاڼه / پاکستان چې په دې وروستیو کې پکې کرونا ویروس هم په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او دغه راز یې د وروستیو سیاسي کشمکشونو له امله اقتصاد هم مخ پر ځوړ دی له دې سره سره یې ګڼې کروندې ملخانو تر برید لاندې نیولې دي. پاکستاني…

سعودي کرنتین ختم کړ، خو په حج کولو لا چوپ دي

خبریال وېب پاڼه/سعودي عربستان له دریو میاشتو وروسته په خپل هېواد کې کرنتین او ګرځبندیز ایسته کړ او په ټول هېواد کې تګ راتګ ته اجازه ورکړل شوه. وروسته له دری ماشتو کرنتین سعودي په ټول هېواد کې تګ راتګ ته اجازه ورکړه خو د سږني حج کولو یا نه…

یوازې ۴ ولایتونو کې د کرونا ۱۵۰ ملیونه افغانۍ غلا شوې

خبریال وېب پاڼه/د هشت صبح ورځپاڼې داسې اسناد موندلي چې په کې د هېواد په کچه یوازې د کرونا وبا لپاره له ځانګړې شوې بودیجې څخه په څلورو ولایتونو کې ۱۵۰ ملیونه افغانۍ اختلاس شوی دی. هشت صبح ورځپاڼې داسې اسنادو ته لاس رسی پیدا کړی چې په کې د…

په کابل کې د امریکا سفارت ۲۰ ډیپلوماتان کرونا نیولي

خبریال وېب پاڼه/د کرونا په دې ځپل شوي چاپېریال کې په کابل کې د امریکا سفارت ته هم کروا وبا ننتولې ده او شاوخوا شل کسان یې نیولي دي. په کابل کې د امریکا شاوخوا ۲۰ ډیپلوماتان او اداري کار کوونکي په کرونا با اخته شوي دي. د دغه سفارت ویاندې…
koi finance