The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

روغتیا

د خبریال نیوز روغتیا برخه روغتیا يي مسایل راسپړي‌،که چېرته د روغتیا يي‌مسایلو سره علاقه لرئ‌ددې برخي‌کتل مه هېروئ

د هرات له قرنطین خونې د ناروغانو تېښته او اندېښنې

خبریال ډاټ کام/تېره ورځ په هرات کې له یوه روغتون نه د دوو ښځو په ګډون ۳۸ د کورونا ویروس د مشکوکو پېښو لرونکو ناروغانو د تېښتې خبر رسنیز شو چې د عامو افغانانو اندېښنې یې زیاتې کړې. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې یادو شویو کسانو تر…

مصري عالمانو په کور د لمانځه کولو فتوا ورکړه

خبریال ډاټ کام/د مصر د الازهر دیني عالمانو خپلو هېوادوالو ته ویلي چې د کورونا ویروس د مخنیوي په پار د جمعې لمونځ او نور لمنځونه دې په کورونه کې وکړي څو د ویروس له مخنیوي سره مرسته وکړي. د الازهر دیني عالمانو په داسې وخت کې دا فتوا صادروي…

په ټولو سونا حوضونو، غونډو او د ودونو په تالارونو د فعالیت بندیز ولګېد

خبریال ډاټ کام/د ولسمشر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید وحید عمر په خپل تازه بیان کې ویلي چې له  ټولو عمومي لویو غونډو څخه باید مخنیوی وشي.  نوموړي نن دوشنبې په خپلو خبرو کې وویل چې زموږ پرکړه د ټولیزو راټولېدنو په هکله قطعي ده او…

هرات کې د کرونا مخنیوي ته ۷،۵ ملیونه افغانۍ ځانګړې شوې

خبریال ډاټ کام/د عامې روغتیا وزرات چارواکي وایي چې په یو تازه اقدام کې یې په هرات کې د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۷،۵ میلونه افغانۍ ځانګړې کړې دي، څو وکولی شي په ښه توګه د کورونا په ویروس اخته کسانو ته لاسرسی وکړي. له عامې روغتیا…

امریکا د کرونا ضد واکسین جوړ کړي

خبریال ډاټ کام/وروسته له هغه چې د نړۍ تر سلو زیاتو هېوادونو ته د کرونا ویروس خپل یرغل یووړ، امریکایي چارواکو اعلان وکړ چې د دې وژونکي ویروس لپاره یې یو ډول واکسین جوړ کړي دي چې نن دوشنبه به یې و آزمایي. د اسوشیټېد پرس خبري آژانس د راپور له…

افغانستان کې پر کرونا اخته کسان ۲۱ ته ورسېدل

خبریال ډاټ کام/د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په کورونا ویروس باندې د اخته شویو کسانو ۵ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي. د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي چې یادې شوې پېښې په لوګر، بادغېس او هرات ولایتونو کې ثبت…

بریتانیا په را روانه میاشت کې د HIV درمل بازار ته وړاندې کوي

خبریال ډاټ کام/د COVID_19 وبا ناروغۍ په دې ترهېدلې نړۍ کې تازه د بریتانیا د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې د را روانې اپریل میاشتې په لړ کې به د اېچ آی وي د مخنیوي لپاره بازار ته نوی درمل وړاندې کړي. د پرېپ په نوم درمل چې د نا خوندي او…

ښوونیز بنسټوله د یوې میاشتې لپاره رخصت شول

خبریال ډاټ کام/د عامې روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو وزارت په همغږۍ او د ولسمشر غني په منظورۍ ټول ښوونیز بنسټونه د کورونا د مخنیوي له امله تر غویي (ثور) میاشتې پورې رخصت شول. نن شنبه په سمنګان، کاپیسا او بلخ کې د کرونا دری تازه مثبتې پېښې…

ټولې ورزشي سیالۍ او نوروز نمانځل لغوه شول

خبریال ډاټ کام/د ولسمشرۍ ماڼۍ د سټراتیژیکو اړیکو د ادارې مشر ښاغلي وحید عمر په خپل تازه ټویټ کې ویلي چې د کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي په پار په ټول هېواد کې ټولې سپورټي او تفریحي سیالۍ تر نامعلومې نېټې پورې بندې دي. د نړیوالې وبا…

ډېری نړۍ والې رسنۍ کرونا وایرس نیولي دي‌

خبریال ویب پاڼه / کرونا وایرس تر دم ګړیه د نړۍ ۱۴۵  هیوادونو کې خپور شوی ؛ چې ټول ټال یې تر یولک پنځه څلوېښت زرو زیات کسان نیولي‌ او تر ۵۵۰۰  زیات یې وژلي ‌دي ؛ تر چین راوروسته یې ډېرسیوری پر اروپا يي‌ هیواد اټلي‌غوړولی دی چې اوس یې په…

چین د کرونا لپاره ځانګړي شوي روغتونونه تړي

خبریال ډاټ کام/کرونا ویروس د چین له ووها ښار څخه د وژنو څپه را پیل کړه، خو اوس د چین خلقي رژیم د دغه ویروس پر وړاندې دومره مبارزه وکړه چې ورڅخه د خلاصېدو په حال کې دی. دوی وایي چې په نیږدې راتلونکي کې به د کرونا ویروس لپاره ځانګړي او په…

د کرونا د مخنیوي لارې چارې:

خبریال ډاټ کام/د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) د کرونا د مخنیوي او وقایې لپاره نوې سپارښتنې خپرې کړې دي، چې څنګه کولی شو له دغه وژونکي ویروس څخه په نسبي توګه ځان وژغورو: د کرونا ویروس د جوړ پوستکي څخه تېرېدلی نه شي او تر لسو دقیقو…
koi finance