The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

غزه کې د اسراییلو له لوري پر عامو خلکو برید توند غبرګونونه را پارولي

غزه کې د اسرائیلو له لوري پر عامو خلکو برید توند غبرګونونه راپارولي. تېره ورځ اسراېیلو غزه کې د بشري مرستو لپاره پر راټولو شویو خلکو ډزې وکړې، چې په پایله کې ۱۰۴ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول. ملګرو ملتونو یاد برید غندلی او دا یې…

بنګله دېش کې اورلګېدنې ۴۳ تنه وژلي

د بنګله دېش په مرکز ډهاکه کې په یوې لوړ پوړیزې ودانۍ کې د اور لګېدنې له کبله ۴۳ تنه وژل شوي دي. د یاد هېواد د عامې روغتیا وزیر سمنتالاسن ویلي، چې په دې اور لګېدنه کې ۴۰ نور کسان سوځېدلي، چې اوس یې درملنه روانه ده. په همدې حال کې د بنلګه…

کندهار کې د نادرکه شوي ماشوم جسد پیدا شو

خبریال وېبپاڼه: کندهار کې د مزمل په نوم د هغه ماشوم جسد موندل شوی، چې څو ورځې وړاندې نادرکه شوی و. د یاد ولایت د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند  اسدالله جمشېد وايي، یاد ماشوم د کندهار ښار پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د صالون خان چمن اوسېدونکی…

ننګرهار: د خوړو او درملو ادارې پاکستان ته بې کیفیته درمل ور ګرځولي

خبریال وېبپاڼه: په ننګرهار کې د خوړو او درملو ادارې وایي، چې پاکستان ته یې ۱۹ زره بستې بې‌کیفیته درمل بېرته ورګرځولي دي. د خوړو او درملو ادارې مشر، ګل خادم په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دا درمل پرون یکشنبه په تورخم کې پاکستان ته ورګرځولي…

بدبخته پښتانه اوس هم د غونډل بابا په تعویذ ناروغانو ته صحت غواړي

بدبخته پښتانه اوس هم د غونډل بابا په تعویذ ناروغانو ته صحت غواړي. په 21م قرن کي نړیوال اخته دي، چي په مرخ کي د ژوند کولو لپاره زمینه مساعده کړي. ددي ترڅنګ مي نن واوریدل! چي امریکایانو داسي چپ جوړ کړی، چي د انسان په دماغ کي یې نصب کوي او…

نیک‌وې‌ایچ، نه ستړی کېدونکی او هڅاند انسان

خبریال وېبپاڼه: یواځې یوه شېبه د دې په هکله سوچ وکړئ چې نه لاسونه لرئ او نه مو پښې شته. له ملګرو و دوستانو سره په لاس روغبړ نه‌شئ کولای. د مور له ناز او مینې ډک لاسونه نه‌شئ لمسولای. د هغې په مهربان وجود لاسونه نه‌شئ چاپېر کولای. یو ځل بیا…

یونیسیار: افغانستان کې د بودجې له کمښت سره مخ یوو

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ ویاندې کارولاین ګلوک ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو ډلییز  استخراج د خلکو بشري وضعیت او نورې اړتیاوې سختې کړې دي. نوموړې ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې…

نامعلومه وسله والو ایران کې نهه پاکستانیان وژلي

خبریال وېبپاڼه: نامالومو وسله والو په ایران کې د پاکستان پولې ته څېرمه نهه پاکستاني وګړي وژلي دي. د ایران مهر خبري اژانس ویلي، چې یاده پېښه وړمه شپه په سراوان کې رامنځته شوې چې له کبله یې درې تنه ټپيان شوي هم دي. په همدې حال کې په تهران…

جنرال عاصم منیر ته د عبدالغفور لیوال پرانیستی لیک

خبریال وېبپاڼه: ښاغلی جنرال عاصِم مُنیر، روغ اوسې. خبر شوم، چې نن یا پرون دې ویلي: « د یوه پاکیستاني له خوندیتوب څخه ټول افغانستان ځاروې»؟! د یوه پوځ‌مشر لپاره دا د ملتپالنې د یو اکټ په توګه ښه خبره ده، خو په خواشینۍ، چې ریښتیا نه ده. د…

طالبان تخار کې د خلکو په پیسو پل جوړوي

خبریال وېبپاڼه: تخار کې طالبان د یو پله جوړلو لپاره له خلکو په زوره پیسې ټولوي. یو شمېر باوري سرچینو ویلي، چې دا پل په درقد ولسوالي په ایرپلي درګاد سیمه کې جوړیږي، چې له شاوخوا کلیو څخه یې طالبان په زوره پیسې ټولوي. د دې پله د جوړېدو…

نی افغانستان کې خپل فعالیتونه په ټپه ودرول

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر نی وايي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه په ټپه ودرول. د یادې ادارې یو غړي مجیب خلوتګر په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې خپل فعالیتونه یې د لنډ مهال لپاره ودرولي دي. هغه ویلي، اوس لپاره…

امریکا: د بشري حقونو د سرغړونې په اړه به له طالبانو سره حساب وکړو

خبریال وېبپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو و زارت وايي، دوی به له طالبانو سره د بشري حقونو د سرغړونو حساب وکړي. د یاد وزارت مرستیال ویاند ویډانټ پټیل تېره ورځ یو خبري کنفرانس ته ویلي چې طالبانو په افغاستان کې له بشري حقونو سرغړونه راونه کړې؛…
koi finance