The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

ارین یون؛ ايران پلوه وکیلان د ايران پر ضد د اعلامیې مخنیوی کوي

ارین یون؛ ايران پلوه وکیلان د ايران پر ضد د اعلامیې مخنیوی کوي خبريال وېبپاڼه/ په ولسي جرګه کې د خلکو استازې ارين يون وايي چې د ايران د بهرنيو چارو د وزير د وروستیو څرګندونو د غندنې په پار يې د يوې اعلاميې خپرولو تکل کړی و چې د ولسي جرګې…

کرونا؛ روغتیا وزارت وايي، هېوادوال دې له بهرنیو سفرونو ډډه وکړي

خبریال وېبپاڼه/ روغتیا وزارت وايي، د کرونا وبا دویمه څپه خطرناکه ده او هېوادوالو دې د دغه ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره له هېواده بهر سفرونو څخه ډډه وکړي. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کاږي، چې  ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان کې د…

ایا د لنډغرو نسلي پولیس هم دوی دي؟

خبریال وېبپاڼه/ په ټولنیزو رسنیو کې داسې يوه ويډيو لاس په لاس کېږي چې پکې يو پولیس يوه نجلۍ وهي او سر وېښتان یې په چاقو ورڅخه خرېيي. په دې ویډیو کې ليدل کېږي چې څو پوليس د نجلۍ په شاوخوا کې ولاړ دي يو پوليس چې نجلۍ ته سپکې سپورې وايی د…

سږ کال له پاکستانه ۲۰ زره ټنه چاودېدونکي توکي راوړل شوي

خبریال وېبپاڼه/ افغان حکومت وايي، سږ کال له پاکستان شل زره ټنه چاودېدونکي توکي افغانستان ته راوړل شوي او دلته په ترهګریزو بریدونو کې ترې ګټه اخیستل شوې ده. دغه خبره د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح نن په خپله فیسوک پاڼه کړې ده.…

 طالبانو په بغلان کې خپلمنځي جګړه کړې

خبریال وېبپاڼه/ د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو خپلمنځي جګړه کړې، چې په نتیجه کې یې دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بغلان د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې وویل چې پېښه تېره شپه رامنځته شوې…

طالبان یې ورانوي؛ لوګر کې د نجونو یو ښوونځی جوړ شو

خبریال وېبپاڼه/ د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دې ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د "خواجه لغوي" په نوم د نجونو د منځني ښوونځي ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. یاد ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، د دغه ښوونځي ودانۍ په یوه پوړه…

بایډن روسیه ګواښلې

خبریال ویبپاڼه/ بایډن لاهم په رسمي ډول سره د ولسمشرۍ چارې نه دي پیل کړې هغه به د ۲۰۲۱ کال د لومړۍ میاشتي  پر ۲۰ نېټه د ولسمشرۍ دنده په رسمي ډول سره پیل کړي. له  هغه سایبري بریدونو وروسته چې د امریکا پر یو شمېر اطلاعاتي مرکزونو باندې…

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر کابل کې شهید شو

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ یا فیفا مشر یوسف رشید نن سهار په کابل کې شهید شو. د نوموړي ورور عبدالباقي رشید خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې د هغه د شهادت خبر تایید کړ. پر یوسف رشید نامعلومو وسله والو د…

د امریکا دفاع وزیر خپلو سرتېرو ته: هرو مرو مو له افغانستانه کورونو ته استوم

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم ولسمشرۍ ماڼې د افغان چارواکو او د امریکا د دفاع سرپرست وزیر سره د کتنې په اړه لیکل شوې خبرپاڼه کې د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تړاو څه نه دي ویلي، خو دې هېل امریکايي نشریې لیکي چې افغانستان ته د امریکا د دفاع…

کرزی طالبانو ته: د پردیو له ولکې راووځي، د وطن ابادۍ ته کار وکړئ

خبریال وېبپاڼه/ پخوانی ولسمشر حامد کرزي پر طالبانو غږ کړی چې د پردیو له ولکې ځان وباسي او د جګړې پر ځای د وطن د ابادۍ لپاره مټې ونغاړي. هغه په خپله وروستۍ مرکه کې له طالبانو غوښتي چې سولې او اوربند ته غاږه کېږدي او له نورو افغانانو او…

د پښتنو فعالینو نيول د‌پنجابي پوځ د ورخطايی نښه ده

د پښتنو فعالینو نيول د‌پنجابي پوځ د ورخطايی نښه ده خبريال وېبپاڼه/ په دې وروستيو د پاکستان حکومت د پښتنو فعالینو چې ډېری يې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره تعلق لري نيول زيات کړي دي، د پاکستان د حکومت له لوري په داسې وخت کې ددې نيونو زيات والی…

چارواکي کندهار کې د ۲۱ طالبانو د وژلو ادعا کوي

خبریال وېبپاڼه/  کندهار چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال په دې ولایت کې ۲۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندهار نظامي شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، دغه…
koi finance