The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو په زغرده غوښتي چې نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي

د اسلامي همکاریو سازمان پرون چهارشنبه د طالبانو حکومت له لوري د افغان نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو بندېدو او پر ښځو د کاري بنديز په تړاو بېړنۍ غونډه کړې وه. دغه سازمان له غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي وو چې په زغرده له…

د طالبانو پر بهرنیو چارو وزارت ننني بريد کې اکثره قربانيان طالبان دي

نن مازديګر شاوخوا څلور بجې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دروازه کې ځانمرګي برید وشو چې له امله يې لسګونه تنه مړه او ټپيان شول. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند هم بريد تاييد کړی او وايي چې د وزارت مخې ته پر عمومي سړک شوې چې…

لوپټې مو له دستاره کمې نه دي

لوپټې مو له دستاره کمې نه دي!!! افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د پر ښځو د کاري بنديز په درشل کې يوې افغانې پښتنې نجلۍ پري ګل شينوارې د لندن په معتبر پوهنتون کې د دوکتورا د بشپړولو وروسته سند تر لاسه کړ. پري ګل شينوارې چې له آره د…

عباس ستانکزي په نويو څرګندونو کې د طالبانو له پرېکړو سره مخالفت وښود

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي د ښځو په اړه د طالبانو له وروستيو پرېکړو سره مخالفت وښود. د ستانکزي هغه وېډيو چې په خواله رسنيو کې لاس په لاس کيږي په کې يې د طالبانو وروستيو پرېکړو ته په اشارې ويلي چې له هغو…

پاکستان وتوانېد چې ميلياردونه ډالر خيرات راټول کړي

د پاکستان د بد اقتصادي او ماليي وضعیت په ليدو ملګرو ملتونو او ځينو هېوادونو ورسره د زړه خوږۍ لپاره د مرستې ژمنه وکړه. د اسلامي پراختيايي بانک راتلونکو دريو کلونو لپاره پاکستان سره د ۴,۲ ميليارده او اسيا پراختيايي بانک د يو ميليون ډالرو…

د پاکستان لومړي وزير خپلو شريکانو نه د مرستې لپاره لاس غځولی

د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف له دوی سره د مرستو لپاره پر خپلو شريکانو غږ کړی. شهباز شريف وايي د درې کلونو لپاره له خپلو شريکانو څخه اته ميليارده ډالرو مرستې ته اړتيا لري. شريف وايي سېلابونو ځپلي يوو مرستو نه عاجله اړتيا لرو. د…

پاکستان کې اقتصادي بحران؛ له نړيوالې ټولنې ۳۰ بیلیون ډالر خيرات غواړي

په پاکستان کې اقتصادي او ماليي بحران اوج ته رسېدلی چې دغه هېواد يې د ديوالي کېدو له ګواښ سره مخ کړی دی. د پاکستان حکومت د اقتصادي بحران د مهار لپاره له نړيوالې ټولنې د ۳۰ بيليونه ډالرو خيرات غوښتی. د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف نن د…

پاکستان اقتصادي بحران: چارواکي يې له دغه هېواده خپله پانګه وباسي؛ خلک يې له قحطۍ سره مخ دي

په پاکستان کې يو ځل بيا د خوراکي توکو د کمښت او بيو د لوړوالي له کبله د خلکو شکايتونه زيات شوي. د پاکستان په زيات شمېر سيمو کې د اوړو بحران رامنځته شوی، په پېښور کې يوه ډوډۍ په ۳۰ او پنجاب کې ۴۰ کلدارې ته پورته شوې. په ورته مهال د…

پاکستان له زندانونو ۵۳۰ افغان کډوال ازاد او خپل هېواد ته ستانه شول

د پاکستان حکومت وايي د سند ايالت له زندانونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۳۰ افغان کډوال چې د بند موده يې پوره شوې وه ازاد او خپل هېواد ته ولېږل. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد پرون ناوخته وويل چې د دغو کډوالو…

لومې پېچلې او که افغانان ملامت دي؟

دا د منلو ده چې په تېرو شاوخوا پنځو لسیزو کې تر ډېره پخپله افغانانو یو بل سره وژلي او لا یې هم وژني خو دا سمه نه ده چې سړی ومني چې دا هرڅه د افغانانو له لاسه دي. که د قضیې اصل ته وکتل شي چې ولې افغانان داسې کوي؟ نو وبه موندل شي چې په اصل کې…

په طالبانو د ډالرو کڅوړې زهر شوې

ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان ته مو د بشري مرستو، د څلوېښت ميلیوني ډالري کڅوړو لېږد ځنډولی دی. وايي تر هغې چې طالبان ټولو انساني حقونو ته درناوی ونه‌ کړي، نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورنه‌کړي، یو سېنټ هم نه ورلیږو. د ملګرو ملتونو د…

د طالبانو لوړو زده کړو وزير وروستيو څرګندونو ته د افغان ښځو غبرګونونه

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم يو ځل بيا د ښځو د کار او زده کړو په اړه داسې څرګندونې کړي چې د افغان نجونو، ښځو او فعالانو غوسه يې راپارولې ده. ندا نديم يو ځل بيا په افغان ښځو د فحاشۍ او بې حجابۍ تور پورې کړی او پخوانی حکومت…
koi finance