The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

د ټویټر بنسټګر یو ملیارد ډالر مرسته اعلان کړه

خبریال وېب پاڼه/د ټویټر او سکوېیر بسټګر جک ډورسي په خپله ټویټر پاڼه د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې ته د یو ملیارد ډالري مرستې اعلان وکړ. نوموړی که څه هم په ښکاره د کوم هېواد یادونه نه کوي چې دغه مرسته به ورسره کوي خو لیکلي یې دي چې یاده…

پکتیکا کې پر ځمکه د دوو قومونو تر منځ شخړه

خبریال وېب پاڼه/د پککتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د کامرانو په سیمه کې د دوو قومونو تر منځ د د ځمکې پر سر شخړه را منځته شوې ه. نن چهارشنبې د روانې اپرېل میاشتې په ۸ مه نېټه د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې په امران نومي سیمه کې د خروټو دوو قومونو…

له تورخم او چمن د ۲۱ زره افغانان را اوښتل

خبریال وېب پاڼه/د راپورونو له مخې په تېرو دوو وروځو کې له پاکستان او پېښور نه جلال آباد ته شاوخوا ۲۱ زره افغانان را اوښتي دي. پاکستان له تېرو څو اونیو را هیسې د تورخم او چمن دروازې د هر راز تګ راتګ پر وړاندې تړلې وې او د سوداګریزو توکو په…

پمپیو؛ که طالبانو سره جوړ جاړی نه کوئ، سرتېري وباسو

خبریال وېب پاڼه/د امریکا متحده ایالتونو افغان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که له طالبانو سره جوړ جاړی نه و نه کړي، خپل سرتېري به له دغه هېواد څخه وباسي. د ان بي سي ټلویزیون د راپور له مخې پمپیو پر افغان مشرانو غږ کړی چې له وسلوالو طالبانو سره…

کرونا سره مبارزې لپاره ولایتونو ته بودجه اعلان شوه

خبریال وېب پاڼه/ ولسمشر غني د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ولایتونو ته څه باندې یو ملیارد افغانی ځانګړې کړې دي. په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل راهیسې تراوسه ولسمشر اړوندو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټولو ولایتونو…

امریکا کې د کرونا له امله د قربانیانو نوی ریکارډ

خبریال وېب پاڼه/امریکا د کرونا د قربانیانو په شمېره کې په تېره شپه او ورځ کې د نړۍ په کچه نوی ریکارډ خپل کړ. د روغتیایي سرچینو په حواله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په امریکا کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان د کرونا له امله وژل شوي دي او دا په یوه شپه او ورځ…

جرمني جوماتونو ته په لوډ سپیکر کې د اذان اجازت ورکړ

خبریال ویبپاڼه - د جرمني حکومت په یوه بې ساري ګام کې لږکیو مسلمانانو ته د کرونا وایرس په وړاندي د جراعت او مرال ورکولو پر پار په لوډ سپیکر کې د آذان کولو اجازت ورکړ . دم ګړی ۱۳ مسجدونو ته اجازت ورکړل شوی چې په لوډ سيکر کې آذانونه وکړي‌…

د کرونا ویروس د خپرېدو خطر مخ په ډېرېدو دی

خبریال ډاټ کام |کندهار | د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره دي پر وقایوي تدابیرو تمرکز وسي د عامي روغتیا وزیر فیزوالدین فیرزو دغه څرګندوني کندهار ته د خپل سفر پر مهال مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې، چي پر مهال یې کندهار والي د ولایتي شورا رئیس او په…

په نړیوالو معیارونو سره د اسلم فاروقي د محاکمه کېدو غوښتنه

خبریال وېب پاڼه/ د بشري حقونو د څار بنسټ وايي افغان دولت ته ښه زمینه برابره شوې ده چې دا کس محاکمه او خپله پياوړتیا ښکاره کړي. د افغانستان دولت باید د داعش ډلې یا خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي باندې مشهور دی د نړیوالو…

٦٠زره بې وزله ماشومان د کابل په واټونو کې کار کوي

خبریال وېب پاڼه/ نږدې شېيته زره بې وزله ماشومان د کابل ښار په واټونو کې کار کوي. د ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې یا یونیسف د یو راپور په بنسټ څه کم شپېته زره افغان ماشومان د کابل ښار په واټونو کې د بې وزلۍ له امله کارونه ترسره کوي. دا په…

پر عامه پوهاوي ۲۷ ملیونه لګښت ناندریز شو

خبریال وېب پاڼه/د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي چې تر دې دمه یې د کرونا ویروس پر وړاندې په عامه پوهاوي باندې ۲۷ ملیونه افغانۍ لګولې دي. شاوخوا یوه میاشت وړاندې حکومت د کرونا ویروس پر وړاندې د عامه پوهاوي لپاره یوه کمېټه جوړه کړه چې مشري یې…

هېواد کې د ١٠ منرالونو د کیندنې کار پیلیږي

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا د یو میلیارد ډالري مرستې د کمولو وروسته د ۱۰ منرالونو د کیندنې کار پیلېږي. د کانونو او پټرولیم وزارت په نږدې راتلونکي کې د ښه عوایدو د ترلاسه کولو په موخه د ۱۰ منرالونو د کیندنې د پلان خبر ورکوي. د کانونو او…
koi finance